
د مرکزي احصایې ادارې چارواکي وایي په دولتي، نادولتي او خصوصي موسېسو کې یې د ۸ زره ۷۹۷ کسانو څخه د پوښتنو له مخې ترسره کړې سروې ښيي، چی د هېواد په مهمو پرېکړو کې ۸۹،۳ سلنه نارینه او ۱۰،۷ سلنه مېرمنې برخه اخلي.
د مرکزي احصایې ادارې ځای ناستي رییس شېر محمد جامي زاده وایي، د دغې سروی له مخې په دولتي ادارو کې ۸۹،۷ سلنه نارینه او ۱۰،۳ سلنه ښځینه، په خصوصي موسېساتو کې ۹۰،۴ سلنه نارینه او ۹،۶ سلنه ښځینه او په نادولتي ادارو کې ۷۹،۷ سلنه نارینه او ۲۸،۳ سلنه مېرمنې په تصمیم نیولو کې برخه اخلي.
دغې ادارې په خبره سروې په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده.
د احصايې ادارې رییس وویل، له دې سروې یې موخه د هېواد په کچه تصمیم نیولو کې د جنډر برابروالي موجود حالت ته د شمېر له مخې انعکاس ورکول او په پرېکړو کې ۳۰ سلنې ته د ښځو ونډې رسول دي.
جامي زاده وویل، که څه هم په پرېکړو کې د تېرو درېیو کلونو په پرتله د مېرمنو ونډه زیاته شوي، خو بیا هم کمه ده او باید په دې برخه کې کار وشي.
دی وايي، چې په ۱۳۹۲ کال کې د شوې سروې له مخې ۹،۹ سلنه مېرمنو په پرېکړو کې ونډه درلودله.
غونډې ته د ښځو وزارت د پالیسۍ معینې سپوږمۍ وردګ وویل، په تصمیم نیولو کې د ښځو اوسنۍ ونډه د اندېښنې وړ ده، او لاملونه یی هم ښځو ته د مناسب کاري چاپېریال نه برابرول، په اداراتو کې د ښځو زورونه او د ښځو د وړتیاوو نه لوړول دي.
مېرمن سپوږمۍ له افغان حکومت او نړیوالو وغوښتل، چې د ښځو وړتیاوو د لوړولو او ځان بساینې په برخه کې دې جدي ګامونه واخلي.
د مرکزي احصایې د چارواکو پر وینا دغه سروی هر درې کاله وروسته د هېواد په کچه د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې په مرسته ترسره او پایلې یې له خلکو سره شریک کېږي.





