
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د خبرپاڼې په خپرولو سره د جزا کوډ نوی قانون هرکلی کوي او دا په عدلي او قضایي بنسټونو کې د سمون مهم ټکی بولي.
یوناما د جزا کوډ لهدې قانونه له ښځو سره د تاوتریخوالي څپرکي د حذفوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، دوی ژمن دي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي جرم ګڼلو بحث د پیاوړي کولو زمینه برابره کړي.
دغه نړۍوال بنسټ له اړوندو څانګو د ډاډ غوښتنه کوي چې د جزاد کوډ قانون پلیکېدل د جنایتکارانو پیاوړي کولو تشه رامنځته نهکړي؛ ځکه خو باید په هېواد کې له تاوتریخوالي نه د ښځو ساتنې پیاوړې حقوقي اډانه موجوده وي.
یوناما یادونه کوي چې له ښځو سره د تاورتریخوالي د مخنیوي اوسنی قانون به پهخپل ځای پاتې وي او ښځو ته به د قانوني خوندیتوب د ورکړې په موخه هڅو ته دوام ورکړي.
د هېواد جزا کوډ پهدې نوي کې له ښځو سره د تاوتریخوالي اړوند څپرکي حذف د ښځو حقونو ځېنو فعالانو له سخت غبرګون سره مخ شوی چې په وینا یې، د هېواد لهدې نوي قانونه د دې برخې په حذف سره به له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شي.





