
د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزي نن په خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د هرات ګمرک ۵۰ سلنه عواید د وارداتي توکیو د نه محصول له امله حیف او میل کېږي.
نوموړی وايي، د هرات له ګمرکه د عوایدو د تېښتې په اړه کره اسناد لري چې ښيي په ځینو موټرو کې غالۍ بار دي، خو د دې لپاره چې د غالیو محصول لوړ دی، د ښيښهیي کپړو په نوم چې ګمرکي محصول یې کم دی، محصول شوې دي.
عليزی زیاتوي، ځینې موټر چې ۸۰ ټنه بار یې بار کړی وي، په ګمرکي اسنادو کې ۲۰ ټنه ورته لیکل شوي چې دا موضوع له یو لوري د عوایدو د تېښتې او له بل لوري درانه بار شوي موټر د لویو لارو له منځه تلو سبب کېږي.
د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزی وايي، د دغه ولایت په ګمرک کې د فساد څېړنې په موخه د حکومت را لیږل شوی پلاوی له څېړنې او مالوماتو اخېستو پرته بېرته مرکز ته تللی دی.
خو د هرات د ګمرک رییس عبدالله شیرزي سلاموطندارته وویل، له کومې ورځې چې د کامران عليزي لاس د عوایدو له غلا او تېښتې لنډ شوی، په دغه ګمرک کې د فساد خبره کوي.
اړوند مطالب:
د هرات ګمرک سلګونو کارګرانو لاریون وکړ

د نوموړي په وینا، کامران علیزي د عوایدو په غلا کې لاس درلود او پخوا په اسلامکلا ګمرک کې د ولایتي شورا د رییس تېل او نور توکي د لارې په اوږدو کې ښکته کېدل او د هرات ګمرک ته نه راتلل.
د شېرزي په خبره، همدا لامل و چې موږ اړ شو چې ګمرک اسلامکلا ته ولېږدوو او په وینا یې، کامران علیزی له هماغه راهیسې دا ډول تورونه لګوي.
د هرات د ګمرک رییس سره له دې چې په دغه ګمرک کې له فساده انکار نه کوي، خو وايي چې عدلي او قضايي بنسټونو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو دی.
په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، سیمهییزه اداره چمتو ده د دغه ولایت په ګمرک کې د فساد په اړه اسناد په جدي توګه وڅېړي او له عاملانو سره یې قانوني چلن وکړي.





