.jpg)
شاوخوا ۱۰ کاله مخکې د خوست د ښار منځ کې امنیه قومانداني اړوند څلور لوریو ته پرتو لارو کې خنډونه درولي او د سلګونو هټيوالو سوداوې یې خرابې کړېدي.
سره له دې چې دا مهال د خوست امنیت له ځېنو ولایتونو ښه دی؛ خو یوه لسیزه مخکې چې د خوست امنیت ښه نهو او په امنیې قوماندانۍ د بریدونه وېره موجوده وه؛ د قومانداني شاوخوا سرکونو یې بند وساتل او دا مهال یې دغه خنډونه د ښار نورو برخو ته هم غځولي دي.
محمدالله او نظیرجان ـ چې د خوست امنیه قومانداني شاوخوا هټي لري ـ سلام وطندار سره خبرو کې له دې امله خپله هټيوالي پيکه وبلله چې هټیو ته یې د ټرانسپورتي وسایلو لار نهشته او په ډېر ستونزمن ډول پېرېدونکي په پښو ورځي او سودا ترې اخلي.
دوی له دې هم زیات ځورېږي چې کومه ورځ لوړپوړی چارواکی راځي؛ نو د امنیتي ګواښ له امله د قومانداني شاوخوا د ټولو دکانونو دروازې د پولیسو له لوري تړل کېږي.
د خوست اد اري کمپلېکس ـ چې له ښاره څو کلیومټره لېرې پروت دی ـ ټولې دولتي ادارې هلته فعالیت تر سره کوي.
.jpg)
خوست کې د منګلو د قوم مشر او مدني فعال نظاممیر منګل وايي چې د خوست امنیه قومانداني هم باید د نورو دولتي ادارو په څېر اداري کمپلېکس ته ولېږدول شي چې خوست ښار کې ټول عمومي سرکونه پرانیستل شي او خلک په ډاډه زړه پېر او پلور وکړي.
خو د خوست امنیه قوماندان ملپاسوال اخترمحمد نورزي سلام وطندار سره په مرکه کې له ټولو ښاریانو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي، ځکه وايي د قومانداني دننه مېلمستون او محاکم موجود دي او زیات خلک د پاسپورټ جوړولو او نور ستونزو حلولو لهپاره ورځي چې دې او موجودو امنیتي ګواښونو ته په پام سره دلته د قومانداني موجودیت اړین دی.
نه یوازې د خوست امنیه قومانداني، بلکې خوست ښار ته څېرمه د ملي امنیت اداره هم چې غیر قانوني ځای کې پرته ده، شاوخوا کورونه ترې بې ستره او په عذاب دي.
یاده دې وي چې دا مهال د خوست امنیه قومانداني ګاونډ کې کاندیدانو هم د خپلو دفترونه مخې ته عمومي سرکونه تړلي او د هټيوالو تر څنګ یې محصلانو او زدهکوونکیو ته هم خنډونه جوړ کړي او لارې یې اوږدې شوېدي.





