
سلاموطندار ته رسېدلي سندونه ښيي چې نامسووله وسلهوالو سمنګان کې د خلکو ژوند تریخ کړی، خو د حکومت سیمهییز مسوولان یې مخه نهنیسي.
د دې سندونو له مخې د الماس، رییس ابراهیم، امان او اسحاق په نومونو د خپلسرو وسلهوالو ډلو مشران په سمنګان کې د ځمکې غصب، قتل، یرغمل تښتونو، پر ښځو او نجونو جنسي تېریو کې ښکېل دي او شخصي بندخونې لري.
دغه راز ویل شوي یادو کسانو خلک په ډلهییزو قبرونو کې خښ کړي دي.
سندونه ښیي چې له ۱۳۹۴ کال راهیسې د سمنګان د درهصوف پایین ولسوالۍ اوسېدونکیو په دې اړه بېلابېلو اړوندو بنسټونو ته شکایتونه کړي، خو چا یې غږ اورېدلی نهدی.

د سندونو له مخې د یاد ولایت ځایي اوسېدونکیو په دې اړه د ولسمشر محمداشرفغني په ګډون، د والي دفتر، امنیې قوماندانۍ، د ۷۰۷ زون قوماندانۍ، د څارلو او نیولو امریت، څارنوالۍ او د یاد ولایت د ملي امنیت ریاست ته شکایتونه کړي، خو تراوسه یې پوښتنه شوې نهده.
سندونه ښيي چې ولسمشرغني پهدې اړه تر راپور اورېدو وروسته د سمنګان ملي امنیت ریاست ته د څېړنو امر کړی او د اجرائاتو په اړه یې ترې د راپور غوښتنه هم کړې، خو له څو میاشتو تېرو سره سره لا هم یاد ریاست پهدې اړه هېڅ ګام اخیستی نهدی.
د درهصوف ولسوالۍ ځینو اوسېدونکیو هم ویلي چې ۲۵۰ تر ۳۰۰ کورنیو د خپلسرو وسلهوالو له کبله خپل کورونه پرې اېښي او کډه شويدي.
د درهصوف پایین ولسوالۍ اوسېدونکي معلم شېرمحمد، ملامحمد روزي او عزتالله وايي، یاد نامسوله وسلهوالو یې کسان وژلي، خلک یې کډه کولو ته اړ کړي، شخصي بندخونې لري او اوسمهال هم د وژل شویو کسانو جسدونه ورسره دي.
دوی په حکومتي، په ځانګړي ډول امنیتي چارواکو نیوکې کوي چې دغه نامسوله وسلهوال له دومره جرمونو سره سره سرې سترګې ګرځي او دوی یې په اړه هېڅ اقدام نه کوي.

خو د سمنګان امنیې قوماندان محمدجان دریاب وايي، که څه هم پهدې اړه ورته شکایت نهدی شوی، خو بیا یې هم د الماس او هغه ته د اړوندو نامسوله وسلهوالو د نیولو امر کړی دی.
خو د نامسوله وسلهوالو مشر الماس پر ده لګول شوي تورونه ردوي او ټینګار کوي چې پروړاندې یې دسیسه جوړه شوې ده.
د سمنګان ولایت د درهصوف پایین اوسېدونکي ټینګار کوي، که دا ځل یې غږ وانهورېدل شي، پراخ اعتراضونه به وکړي.





