
د غزني د والي وياند عزيزالله عظيمي په دې ولايت کې د اريانا افغان هوايي شرکت د الوتکې د لوېدو خبر ورکوي.
نوموړی وايي، دا پېښه د غزني په « ده يک» ولسوالۍ کې شوې ده.
د عظيمي په وينا، تر اوسه د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات نشته.
خو اريانا افغان هوايي شرکت پر خپله فېسبوک پاڼه کې دا خبر رد کړی دی.





