
د بغلان د ولایتي شورا غړی سمېعالدین ناظر سلاموطندار ته وویل چې د دغه ولایت په تالهوبرفک او دوشي ولسوالیو کې د واورې او باران اورېدو له کبله د شاوخوا ۳ زرو کورنیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د نوموړي په وینا، د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او که حکومت ورته پام و نهکړي، ښايي ځاني او مالي زیانونه ورته واوړي.
په همدې حال کې د تالهوبرفک ولسوالي د دره اشرف پراختیايي شورا مشر محمدکریم وايي، د یادې ولسوالي اوسېدونکي د مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بیايي، خو اوس د شاوخوا ۳۰ کلیو د مواصلاتي لارو له تړلو سره هممهال په یادو کلیو کې د خوراکي توکیو بیې هم لوړې شوې چې د انسانانو ترڅنګ، څاروي هم له لوږې سره مخ دي.
واورې او توپان د کابل ـ بامیان لویه لار وتړله
د واورې اورښت د دایکندي ـ کابل لاره تړلې

بلهخوا د تالهوبرفک ولسوال عبدالاحد احمدي وايي، د لازمو امکاناتو نه لرلو له کبله نهشي کولای د خلکو مواصلاتي لارې پرانېزي او په دې اړه یې د ولایت مقام ته خبر ورکړی دی.
خو د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وايي، هڅه کوي چې د خلکو په همکارۍ د دغو کورنیو مواصلاتي لارې پرانېزي.
د کونړ په چپېدرې کې د واورې ښویېدنې له امله ۱۰ کسان وژل شوي





