خوست کې د بې‌پولې ډاکټرانو فعالیت؛ د مور او ماشوم مړینه کمه شوې

په خوست کي د بې‌پولې ډاکټرانو روغتون ياMSF  په ۲۰۱۲ کال کې ګټې اخیستو ته وسپارل شو چې ورسره هغو خویندو چې د طبابت په برخه کې یې زده‌کړې کړې وې او کاري اسانتیاوې ورته نه وې برابرې شوې، د یاد روغتون په ولادي او نسايي برخه کې یې کار پیل کړ.

د خوست ولایت د بې‌پولې روغتون په نړۍ کې د درېوو تر ټولو بوختو روغتونونو له ډلې یو دی.

د دغه ولایت اوسېدونکي هم د یاد روغتون له خدمتونو خوښ دي او وایي، د بې‌پولې ډاکټرانو روغتون کارکوونکي د ښې تجربې لرونکي مسلکي کسان دي او له ناروغانو سره ښه چلند کوي.

د خوست د طب پوهنځي محصل نوررحمان وليزاده وايي، که څه هم یاد روغتون معیاري دی، خو په‌کار ده چې د نسايي او ولادي برخې تر څنګ، په نورو برخو کې هم فعالیت وکړي.

د خوست ولایت د لرې پرتو ولسوالیو زیات شمېر ولادي ناروغان هم دغه روغتون ته راوړل کېږي.

ګلناره چې نږدې شپیته کاله عمر لري، وايي چې د خپلې کورنۍ هر ولادي ناروغ دغه روغتون ته د درمنلې لپاره ورولي او په وینا یې، د روغتون ډاکټران د درملنې ترڅنګ، ښه چلند ورسره کوي.

نظيفه سادات د بيپولې ډاکټرانو په دغه روغتون کې قابله ده. هغه وايي، یاد روغتون ته په ورځ کې سلګونه ناروغان ورځي چې ډېر په ښه ډول د ټولو درملنه کېږي.

د نوموړې په وینا، ټولو ناروغانو ته په یوه سترګه کتل کېږي او پر خپل وخت یې درملنه کوي، خو زیاتوي چې یوازې هغه ناروغان چې خونرېزي ولري یا هم نورو بېړنیو خدمتونو ته اړ وي، لومړیتوب ورکول کېږي.

د خوست د عامې روغتیا ریس ګلحبیب شاه انصاري وايي، د بې‌پولې ډاکټرانو زېږنتون په فعالېدو سره په خوست کې د ولادت پر مهال د مور او ماشوم د مړیني ګراف راټيټ شوی دی.

د هغه په وینا، د ياد روغتون له مسوولانو سره یې وخت ناوخت ناستې کړي او ترې غوښتي یې دي چې د ولسوالیو په مرکزونو کې هم خپل کارونه او خدمتونه زیات کړي.

د خوست اوسېدونکي د دغه روغتون له مسوولانو غواړي چې په نورو برخو کې هم خپل فعالیتونه او خدمتونه زیات کړي، څو د روغتیا په برخه کې خوستوالو ته لا ښه خدمتونه ورسېږي.

خوست ـ هیلو کاروان راډیو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام