
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ۱۸ ولایتونو کې د کورونا ویروس ۶۵۶ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د دغه وزارت له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې لیکل شوي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس د ۱۱۵۹ شکمنو سمپلونو له ډلې د ۶۵۶ پایلې مثبتې ختلې دي.
یاد وزارت ویلي چې په دې سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۵۴۶ ته رسېدلی دی.
د دغو پېښو له ډلې ۳۲۶ په کابل، ۱۹ په هرات، ۳۳ په کندهار،۳۷ په بلخ، ۱۷ په پکتیا، ۱۶ په ننګرهار، ۱۳ په بادغیس، ۷۳ په غزني،۱۲ په بغلان،۲۰ په نیمروز، ۱۸ په لغمان، ۵ په سمنګان، ۱۹ په کونړ، ۵ په فراه، ۸ په هلمند، ۱۷ په فاریاب، ۸ په جوزجان او ۱۰ په سرپل کې ثبت شوې دي.
همدرانګه په تېره یوه شپه او ورځ کې په شپږو ولایتونو هرات، کندهار، غزني، بغلان، هلمند او سرپل کې د کورونا ویروس له امله ۲۰ کسان مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر۴۴۶ ته ورسېده.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۲ کسان بېرته له کورونا ویروس نه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شویو کسانو شمېر۳۹۲۸ ته رسېږي.





