
۱۰ کلنه زیاده، د خپلې مور له مړینې وروسته د میرې مور له لوري په زنځیر تړل، ځورول شوې او رالویه شوېده.
د سرپل ولایت امنیتي مسوولان وايي، چې د زیادې په نامه یوه ۱۰ کلنه ماشومه، چې د خپلې میرې مور له لوري ځورول کېدله، د قريې د ملک په مرسته د سرپل له خیراباد سیمې نه تښتېدلې او پولیس ته تسلیم شوېده.
د سرپل امنیې قوماندان خیلیلالله دستیار سلام وطندار ته وویل، د دوی څېړنې ښيي، چې دا جلۍ د مور له مړینې او د ورور له واده وروسته د میرې مور د شکنجې او تاوتریخوالي لاندې لویه شوېده.
د دستیار پر وینا، زیاده پهداسې حال کې له خپله کوره د قریې د ملک په مرسته د درېیمې حوزې پولیسو ته تسلیم شوې، چې د خپلې میرې مور له لوري په زنځیرونو تړل کېدله او په اسانۍ به یې خوراک او څښاک هم نه ورکولو.
د سرپل امنیې قوماندان خیلیلالله دستیار همدارنګه وویل، چې د زیادې میره مور او پلار د هغې د ځورونې له امله څارنوالۍ ته معرفي شويدي.





