کورونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېڅوک نه دي مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۳۲۸ شکمنې نمونې کتلي چې د ۵۹ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره ۹۵۳ ته رسېدلی دی.

روغتیا وزارت ویلي یادې تازه پېښې په هرات، بلخ، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایت کې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې هېڅوک د کورونا ویروس له کبله نه دي مړه شوي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ټول‌ټال ۱۳۸۵ کسانو د کورونا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام