د بدخشان امنیتي بنسټونه هم د برېښنا لګښت نه ورکوي

په بدخشان کې د برېښنا شرکت مشر سلطان عطايي وايي، د کورنیو چارو او دفاع وزارت اړوند بنسټونو په ځانګړي توګه د بدخشان امنیه قوماندانۍ او همداراز یو شمېر زورواکیو د برېښنا ۱۶میلیونه افغانۍ لګښت نه‌دی ورکړي.

د ده په خبره، په‌دې ولایت کې د برېښنا د لګښت باقي‌داري نږدې ۵۰ میلیونو افغانیو ته رسېږي.

ښاغلي عطايي همدارنګه زیاته کړه، دغه امنیتي او دفاعي بنسټونه سره له‌دې چې خپله د برېښنا د لګښت پوره‌وړي دي؛ له زورواکیو هم د برېښنا د لګښت په را ټولوولو کې له دوی سره مرسته نه‌کوي.

د بدخشان د برېښنا رییس دا هم وویل چې د بدخشان په سرحدي سیمو کې د برېښنا لګښت د نه ‌ورکولو له امله کله ناکله تاجیکستان هېواد کله ناکله د سرحدي ولسوالیو وارداتي برېښنا پرې کوي.

په همدې حال کې د بدخشان د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د برېښنا لګښت نه ورکلو نه یوازې اوسنۍ‌؛ بلکې د تېرو کلونو ستونزه ده او په خبره یې چې څنګه یې بودیجه راورسېده؛ د برېښنا لګښت به ورکړي .

د بدخشان د امنیه قوماندۍ د امنیت آمر محمدطارق ضیاپور وايي چې د برېښنا د خپل لګښت د پور پرېکړې تر څنګ ژمنه کوي چې له مشترکینو او ښاریانو به هم د برېښنا لګښت پیسې را ټولې کړي.

خو په بدخشان کې د برېښنا شرکت چارواکي ادعا چې امنیتي ځواکونه له زورواکیو د برېښنا د لګښت په را ټولولو کې صادق نه‌دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام