پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۹۰۸ ته ورسېد؛ ۹۵۷ مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۷۱۶ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۳۱۴ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

دغه وزارت وايي، د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۳ زره ۹۰۸ ته ورسېده.

د روغتیا وزارت په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۱۴۱ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۲۰ نور مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر کورونا ویروس ۲۰ زره او ۸۴۱ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۹۵۷ نور مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۲ میلیونه واوښت.

تر اوسه په نړۍ کې له ۱۲ میلیونه و ۱۷۰ زرو نه ډېر کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۵۵۲ زرو نه ډېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۷ میلیونه او ۷۰ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام