هرات کې پر کورونا یوه اخته ښځه مړه شوې

د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان په دغه ولایت کې پر کورونا د اخته یوې ښځې د مړه کېدو خبر ورکوي.

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وايي، یوه ۴۵ کلنه ښځه چې پر کورونا ویروس اخته وه، بېګاه د دغه ولایت د شیدايي په نوم پر کورونا د اخته کسانو لپاره په ځانګړي شوي روغتون کې مړه شوې ده.

هغه وايي، یاده ښځه ایران ته نه وه تللې.

پر کورونا ویروس لومړنی اخته کس څو ورځې وړاندې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالي کې ومړ.

تر اوسه د څلورو بهرنیو ځواکونو او دوو ډیپلوماټانو په ګډون ۷۹ کسان پر کورونا ناروغي اخته دي، خو دوه هغه یې په هرات او دایکندي ولایتونو کې بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام