د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت نن کابل کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ونډې صندوق یا یونیسیف له څانګې سره د هغه دوه کلن پلان تطبیق تړون لاسلیک کړ چې لهمخې به یې کلیوالو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیبالرحمان کریمي پهدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې پروګرام د تطبیق لګښت ۴۳ اعشاریه ۲۹۵ میلیونه امریکایي ډالره اټکل شوی چې د یونسیف له لوري ورکول کېږي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه، اوسمهال ۵۳ سلنه کلیوال پاکو اوبو ته لاسرسی لري چې ښایي دا شمېره تر راتلونکیو دوو کلونو پورې ۷۳ سلنې ته ورسېږي.
.jpg)
په افغانستان کې د یونسف استازې ادیل خضر وایي چې په افغانستان کې به د کلیوالو لهپاره د روغتیایي اوبو رسولو په برخه کې د دوی مرستې دوام ولري او یونسف هڅه کوي چې ټول افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي دا هم وایي چې د دې پلان موخه پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی او د اوبو کیفیت لوړول دي او د غه راز، په بېړنیو حالاتو کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی دی.
د دوی په وینا، اوسمهال د افغانستان له ۹ ډېر ولایتونه د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.





