د کلات ښاريان کور پر کور د څښلو اوبو پسې ګرځي

ځېنې زابلیان وايي، که‌چېرې اوبه پيدا نه‌کړي؛ نو اړ دي چي خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

دوی وايي، له ولایت مقام او نورو اړوندو ارګانونو سره يې خپله ستونزه شریکه کړې‌ده؛ خو ګټه يې نه‌ده کړې.

 د زابل د مرکز کلات اوسېدونک ذبیح‌الله او دروېش خان وایي، هره ورځ يې زیات وخت د کور له‌پاره په اوبو راوړلو تېرېږي. دوی وايي، له هغې ورځې چې‌ وچ‌کالي راغلې؛ په‌دې ولایت کې ورځ تر بلې د اوبو کچه ټېتيږي.

دوی دا هم وویل چې په ښار او ولسوالیو کې ان تر ۳۰۰ مترو لاندي هم اوبه نه پیدا کېږي.

دوی له دولته غواړي چي په مرکز کلات کي ژورې څاګانې وکیندي چي ټول کلاتیان د اوبو د کمښت له ستونزي وژغورل شي.

 

 افغانستان سږکال بې‌مخینې وچکالي تجربه کوي

د زابل والي رحمت‌الله یارمل هم مني چې د اوبو سطحه ټیټه شوې او وايي، ټولو اړوندو ارګانونو سره له مشورې وروسته یې پرېکړه کړې چي په مرکز کلات کې به د اوبو د ژورو څاګانو کیندولو ترڅنګ ډېر ژر کورونو ته د پاکو اوبو رسولو نلونو غځولو پروژه هم پیل کړي.  

د ښاغلي يارمل په خبره، د دې شبکې یوه بله ګټه به دا وي چې زیاتو وزګارو زابليانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

زابل د هېواد په سویل کي پروت هغه ولایت دی چې وايي، اوسېدونکي یې د ډېرو نورو ټولنیزو ستونزو ترڅنګ له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.

د زابل ولسوالیو کې اکثره اوسېدونکي په کرکېله بوخت دي. دوی وايي، یوازينۍ هیله او غوښتنه یې د اوبو کمښت د ستونزې حل ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سږکال وچکالي په اړه د اندېښنې ترڅنګ ویلي وو چې دغې وچکالۍ ۱۳ میلیونه هېودوال له ګواښ سره مخ کړی.

ویل کېږي چې د دغه حالت د دوام په صورت کې، شمالي، لوېدیځ او مرکزي ولایتونه به خپل محصول د لاسه ورکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام