
ولسمشر غني د کورونا ویروس د مخینوي له بېړنۍ کمېټې سره په غونډه کې د ملي پراختیا ادارې ته لارښوونه کړې چې په یوه میاشت کې ۴۰ زره کسانو ته کاري اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه غونډه بېګاه ماښام د بېوزلو او هغو کارګرانو د لاسنیوي په موخه جوړه شوې وه چې د ژوند چارې یې پر ورځني کار ولاړې دي.
محمداشرف غني د بېړنۍ کمېټې غړیو ته لارښوونه کړې چې د زیانمنو کسانو لپاره د غنمو برابرولو طرحه جوړه کړي.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح به د دغې طرحې اجرایوي مسوولیت ولري.
د ملي پراختیا ادارې رییس عبدالرحمان عطاش ویلي چې د ۴۰ زره کسانو لپاره د کاري اسانتیاوو برابرولو طرحه یې جوړه کړې او راتلونکې اوونۍ به یې د ګومارنو بهیر په تدریجي توګه پیل شي.
ولسمشر غني دغه راز د کابل ـ هرات ترمنځ د ټولو الوتنو د ځنډولو لارښوونه هم کړې ده.
د ولسمشر غني له لارښوونې وروسته، د ملکي هوايي چلند ادارې هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې سر له سبا به له هرات نه کابل او نورو ښارونو ته الوتنې ودرېږي.
د دغې ادارې په وینا، یاد محدودیت یې پر ټولو کورنیو او بهرنیو ملکي الوتنو لګولی دی.
کورونا ویروس یوازې په څو میاشتو کې د نړۍ وګړي له ستونزو سره مخ کړي او د هرې ورځې په تېرېدو سره پرې د اخته کسانو شمېر ډېرېږي. تر اوسه دغه ویروس له دوو سوو په ډېرو هېوادونو کې خپور شوی او د سلګونو زرو انسانانو په تنفسي سېسټم کې یې ځای نیولی دی.
هرات د کورونا د ۱۴۳ مثبتو پېښو په لرلو سره هغه ولایت دی چې تر ټولو ډېر کسان پهکې پر دغه ویروس اخته شوي او تر اوسه په هېواد کې ټولټال ۱۹۶ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي.





