.jpg)
د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیباقا فهیم له بېځایه شویو کسانو سره د مرستو وېش څرنګوالي په اړه د ځواب ویلو په موخه وربلل شویو.
له هغه د وکیلانو پوښتنې تر ډېره پر دې را ټولې وې چې له بېځایه شویو سره مرستې کمې او د هغو په وېش کې رڼښت نهشته.
ښاغلي فهیم د دې پوښتنو په ځواب کې وویل چې په ټوله کې د جګړې او وچکالۍ له امله ۵۰۰ زره هېوادوال بېځایه شوي چې حکومت او د خیر ـ ښېګڼې بنسټونو ورته اړتیایي توکي وېشلي دي.
ښاغلي فهیم زیاته کړه، مرستندویو هېوادونو تر ۱۳۹۸ کال د وري تر میاشتې پورې له ۲ میلیونو او ۶۰۰ زره کسانو سره د مرستې کولو ژمنه کړې.
د ده په وینا، شاوخوا ۲.۲ هېوادوال په بېړني توګه خوراکي توکيو ته اړتیا لري او د دې ترڅنګ ۳۲۲ زره کسان د وچکالۍ په له امله بېځایه شويدي.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیباقا فهیم وایي چې امریکا، انګلیستان او جاپان له بېځایه شویو سره د څه باندې ۵۰ میلیونو امریکایي ډالرو مرستې ژمنه کړېده.
.jpg)
ښاغلی فهیم زیاتوي، حکومت هم په پام کې لري چې اړمنو کسانو ته په دوو پړاونو کې ۹۲ زره ټنه غنم ووېشي چې لومړی پړاو یې بشپړ او دویم هغه به ډېر ژر پیل شي.
خو وکیلانو وویل چې اړمنو کسانو ته مرستې نهدي رسېدلي او همداراز په ټولو ولایتونو کې بېځایه شوي له ډېرو ستونزو سره مخ او په ځېنو ولایتونو کې ان ماشومان له لوږي مړه شويدي.
د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزي وویل، له ۳ کالونو راهیسې د روزګان ولایت د ټولو ولسوالیو د لارو د بندښت تر څنګ ۱۹زره کورنۍ بېځایه شوي او نور لا څه چې ډوډۍ هم نهلري.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه د ولایت مرکز کې اوس څلور کیلو غنم په ۳۰۰ افغانی پلورل کېږي او تر څنګ یې کندوز او غزني ته مرستې رسېږي؛ خو هلمند او روزګان له پامه غورځول شويدي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، سږکال د جګړو ترڅنګ وچکالۍ هم ډېر خلک بېځایه کړي او مرستې هم کمې وې.
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه، چارواکي باید دې برخې ته پام زیات کړي چې ولې په وېش کې د رڼښت د نهشتوالي له امله اړمنو کسانو ته مرستې نهدي رسېدلي.





