د جنین سقط یا د اولاد ضایع کول هغه پدیده ده، چې ممکن هره ښځه په خپل ژوند کې یو وار ورسره مخ شوې وي او یا يې په هکله فکر کړی وي.

د جنین سقط هم په اسلامي او هم په غربي هېوادونو کې يو غېر انساني عمل بلل کيږي. په غرب کې د فمینیسم خوځښت توانېدلی، چې مور ته د اولاد زېږولو یا نه زيږولو حق ورکړي او په دغه قانون کې یو څه تغیرات راوړي؛ خو د افغانستان په شان هېواد کې دغه بحث په یو ارزښت بدل شوی دی.

په افغانستان کې د جنین سقط (ضایع کول) یو بشپړ غېر قانوني عمل بلل کيږي؛ په همدې وجه ښځې د روغتيايي ستونزو برسېره د رواني له پلوه هم سخت متاثرې او له ټولنې يې لرې کوي.

د "سمانې" په نوم یوه مېرمنه په پلازمېنه کابل کې له خپل جنین څخه تېر شوی او هغه يې له خپل بدن څخه لرې کړی دی.

هغې له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل: " ما خپل جنین په دې وجه نه دی سقط کړی، چې ساتلی مې نه شوای او یا يې هم له دې امله، چې د یوې نامشروع اړیکې له وجې حامله شوې یم، بلکې له دې امله مې سقط کړ، چې له خپل مېړه مې طلاق اخیستی و او ټولنه زما حامله کېدل نه شوای زغملای    ".

سمانه وايي، چې کله حامله شوه، د جنین د سقط په اړه يې هیڅ معلومات نه درلودله، نو په همدې وجه يې " گوگل" ته مراجعه کړې.

هغې زیاته کړې: " ما د جنین د سقط تابلیتونه د خپلو ملګرو څخه پېدا کړ او هغوی هم له پاکستان راته راوړي و. دغه ګولۍ به ما د شپې ۸ یا ۹ بجو کې له ټولو غړو پټه خوړله؛ له دغو ګولیو مې ګټه واخیستله. مخکې له دې، چې دغه ګولۍ وخورم په دې ښه پوهېدم، چې خون ریزي به پېدا کړم؛ خو په دې اندازه مې هیڅکله هم فکر نه کاوه، چې دومره زیاته وينه به ضایع کړم. د سهار تر ۵ بجو پورې مې دغه وینه تلل و زغمله او وروسته مې ډاکټر ته مراجعه وکړه. دا مې پلمه کړله، چې د فشار د ټيټدو لامل مې د میاشتنې عادت له مخې دی او بیا مې درملنه پېل کړه ".

سمانه زیاتوي، چې د جنین سقط یوه خورا خطرناکه او دردناکه تجربه ده. هغې ته دا مهمه نه وه، چې یوه غېر اسلامي کړنه يې ترسره کړې، بلکې د انساني له پلوه دغه عمل ورته يو غېر انساني عمل ښکارېده؛ داسې چې يوکس يې وژلی وي.

د هغې پر خبره دې ته هغه وخت وجداني عذاب زیات شو، چې خپل کوچنی يې د ضایع کېدو په حال کې و کتله.

دا یوازې د هغو دردونو له دریابه یوه دردناکه کیسه ده، چې یوه مور ورسره په افغانستان کې مخ ده.

د اټکل له مخې هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر میندې جنین سقطوي او په ټولنه کې تر ټولو له ناوړه کړنو سره مخ کيږي.

دغه مېرمنې له یوې خوا رواني او جسماني فشارونه زغمي له بل لوري بیا د قانون او سنتي ټولنې ناوړه کړنې هم تحمل کوي.

د افغانستان په شان سنتي ټولنې کې ښځې ډاکټرانې هغه محدود کسان دي، چې ښځې ورته د جنین د سقط نه مخکې مراجعه کوي.

خو هغوی هم د جنین د سقط کولو په باب سم نظر نه لري.

د سلام وطندار خبریال په خصوصي روغتون کې له یوې ډاکټرې څخه پوښتنه کړې؛ " هغه نجلۍ چې د یو شخص سره جنسي اړیکي نیسي تاسو ورته څه مشوره ورکوئ؟ ".

هغې په ځواب کې ویلي: " موږ هغه نجلۍ مجبورو، له هرچا سره، چې جنسي اړیکې نیولي باید له همغه سره واده هم وکړي ".

د سلام وطندار خبریال: " اوس که فرض کړو هغه سړی د دغې نجلې سره د واده له پاره حاضر نه شو، د حل لاره څه ده، پرته له دې چې خپل اولاد سقط (ضایع) کړي؟ ایا کوم قانوني مرجع کولای شي، چې له دغو قربانیانو سره مرسته وکړي؟ ".

مدني فعاله حمیرا ثاقب وايي، چې دولت باید د جنین سقط قانوني کړي.

د نوموړې پرخبره، که یوه مور د اولاد پر سر مړه کيږي، یا مور د اقتصادي ستونزو له امله خپل نوی زيږدونکی اولاد نه شي ساتلای، باید قانون ورته د جنین سقط یا اولاد ضایع کولو لاره هواره کړي.

هغه څه، چې ډاکټران په دغه برخه کې له مېندو سره له مرستې منع کوي هغه ديني ارزښتونه او د ټولنې اعتقادات دي.

په خصوصي روغتون کې یوه بله ډاکټره په دې اړه وايي: " ځينې میندې د نامشروع اړیکو، اقتصادي ستونزو او د زیاتو اولادونو له زېږون څخه د مخنيوي له امله غواړي خپل نوی زيږيدونکی ماشومه یا ماشوم ضایع کړي. او له دې امله، چې د جنین سقط کول یو غېر طبي او غېر اسلامي عمل نه دی، نو ډاکټران یا ډاکټرانې هم ورسره مرسته نه کوي".

د ښځو بله فعاله شبنم سیمیا بیا وايي، چې تر ټولو با اهمیته موضوع دا ده، چې باید د جنین سقط ته د شرعي پلوه نظر وشي.

د افغانستان په جزا قانون کې د جنین سقط جرم ګڼل شوی او د شرعیت له پلوه د علماو او مذهبونو ترمنځ په دې اړه اختلافات شته.

مېرمن سیمیا زیاتوي، هغه ښځې چې حامله کيږي باید په هر دلیل د خپل د جنین ساتلو یا ضایع کولو حق ولري؛ خو په وینا يې په خواشینۍ سره د افغانستان قوانین تر اوسه هم د دغه شان احکامو د منلو ظرفیت په ځان کې نه دی پېدا کړی.

دا لا معلومه نه ده، چې د افغانستان قوانین تر کومه د دغو پټو زجرونو پر وړاندې سکوت کوي؛ خو هغه څه چې د ښار په څنډو کې تل جریان لري او له دې وروسته به هم ادامه پېدا کړي، د جنین سقط دی، چې مېندې ورته هیڅ چمتووالی نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام