
د ۲۲ کلن محمد جمعه کورنۍ چې يوه مياشت وړاندې د انسان تښتونکيو له لوري تښتول شوی و، ووژل شو چې نن يې کورنۍ د کفن په اغوستو سره اعتراض وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې د دې پېښې عاملانو ته جزا ورکړي.
معترضانو د ياد وژل شوي ځوان جسد د بلخ ولايت مقام مخې ته په راوړلو ټينګار وکړ چې د نوموړي د وژل کېدو په اړه څېړنې وکړي او عاملان يې دې مجازات شي.
د معترضانو په وينا، انسان تښتوونکيو له دوی ۳۰۰ زره امريکايي ډالره غوښتي وو؛ خو کله چې دوی ورته دومره شمېر پيسې ور نه شوای کړای، زوی يې ورته وواژه.
د محمد جمعه پلار غلامسخي سيمهييز چارواکي او امنيتي بنسټونه په بېغورۍ تورنوي او وايي چې د زوی په خوشې کولو کې يې ورسره مرسته نه ده کړې.

نوموړی زياتوي، د زوی خوشې کولو لپاره په ځلونو د بلخ ولايت مقام او امنيتي بنسټونو ته تللی؛ خو د هغوی له لوري ورته هېڅ پام ونه شو.
د محمد جمعه مشر ورور محمدشاه وايي، د ورور له وژنې درې ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو درې کسان د يادې پېښې په اړه نيولي وو؛ خو بيا يې هم انسان تښتوونکيو د نوموړي ورور وواژه.
د بلخ د والي وياند منیراحمد فرهاد د يادې پېښې په تاييد سره وايي چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
محمد جمعه چې د بلخ ولايت د څلورمې ناحيې اوسيدونکی و يوه مياشت وړاندې د انسان تښتوونکيو له لوري وتښتول شو چې کورنۍ ونه شوای کولای انسان تښتونکيو ته ۳۰۰ زره امريکايي ډالره ورکړي نو هغوی دا ځوان وواژه.





