بدخشان کې د کرنې څېړنیز فارم د ګټنې وړ وګرځېد

د بدخشان ولایت د کرنې ریاست مسوولان وایي د کرنې دغه څېړنیز فارم  لګښت شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی چې نړیوال بانګ یې پرې کوي.

د کرنیز تولید عواملو پروژې مسوول منیر احمد بارش سلام‌وطندار ته وویل، دغه ولایت د کرنې څېړنیز فارم د زېرمتونونو، د اوبو منظمو کانالونو نه ‌شتوالي او د کرنیزو ازمایښتونو له‌پاره د کرنې مدرنو تجهیزاتو نه شتوالي له‌امله ستونزو سره مخ و؛ خو اوس دغه فارم کې دا ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي. 

د بدخشان د کرنې رییس محمد عالم عالمي وایي، هرکال بدخشاني کروندګر ۹۰ سلنه اړتیایي کرنیز تخمونه ځکه له نورو ولایتونو راوړي چې دغلته د کرنې تخم تولید ظرفیت نه شته.

د بدخشان د کرنې رییس په وینا، د کرنې دغه څیړنیز فارم کې د څیړنیزو پروګرامونو له پلي کېدو سره به د اصلاح شویو تخمونو له پلوه د کروندګرو اړتیاوې پوره شي.

هغه وايي: «دلته له ۵۰۰ تر ۶۰۰ ډوله غنم تر تجربې لاندې دي او مادري غنم تولیدیږي او بیا دا غنم هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې تصدیقي شوی غنم تولیدوي؛ وروسته بیا په کروندګرو وېش کېږي.»

د خیرالله په نوم بدخشانی کروندګر وايي، د اصلاح شویو تخمونو کارول د دوی محصولات زیات کړي دي. دی زیاتوي، پر یو جریب ځمکه یې ۷ منه دغه اصلاح شوي غنم کرلي وو، چې ۱۳۰ منه حاصل یې ترې راټول کړ.

د بدخشان د کرنې ریاست مسوولین وايي، د کرنې څېړنېز فارم له لارې د اصلاح شویو تخمونو تولید ترڅنګ کروندګرو ته د پخواني سیستم پر ځاي د نویو لارو روزنه ورکول کیږي چې کرنیزې چارې يې ترپخوا ښې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام