د افغانستان ډېر وزارتونه د «د جنسي زور ـ زیاتي» د مخنیوي له پاره تګلاره نه لري

د ښځو چارو وزارت «په کاري چاپېریال کې د ښځو په مخ کې د سلو ستونزو تحلیل» په نامه یو راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې په کاري چاپېریال کې د ښځو ستونزې او مشکلات څېړل شوي او دا هم په کې راغلي، چې د هېواد ډېر وزارتونو د ښځو له پاره د مصون چاپېریال د برابرولو له پاره حل لارې او تګلارې نه لري. اوسمهال پرته له سیمه ییزو ارګانونو نه بل یو وزارت او اداره هم چې په دې راپور کې شاملې دي، د ښځو د جنسي ځورونې د مخنیوي له پاره ځانګړې طرحه نه لري.

د دې راپور پر بنسټ د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ۶۰ سلنه کارکوونکې ښځې، د ښځو چارو وزارت ۴۰ کارکوونکې ښځې او د پوهنې وزرات ۳۰ سلنه کارکوونکې ښځې دي. دا هغه وزارتونه دي، چې د نورو هغو په نسبت په کې د ښځو ونډه ډېره ده. په دې لړلیک کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په سلو کې ۴ سلنه ښځینه کارکوونکې او له نشه يي توکیو سره د مبارزې وزارت په سلو کې ۶،۶ سلنه ښځینه کارکوونکې لري، چې د همدې لړلیک په وروستۍ برخه کې راځي.

په ټولیزه توګه په ۵۴ دولتي بنسټونو (۲۶ وزارتونو او ۲۸ ځانګړیو بنسټونو) کې ۲۲ سلنه ښځینه ملکي کارکوونکې تشکیلوي، چې ۹ سلنه هغه یې په رهبرۍ کې قرار لري.

د دې راپور د معلوماتو له مخې، په سلو کې ۲۶ سلنه ښځې چې په افغاني بنسټونو کې په کار بوختې دي؛ د شکایت کولو فرصت نه ورکول کېږي. ۲۳ سلنه د پېژندګلو او واسطو له لارې د استخدام نه، ۱۲ سلنه په کاري او له کاره بېرون چاپېریال کې د جنسي زور ـ زیاتي له امله، ۱۱ سلنه د کمې پوهې نه، ۹ سلنه د لفظي ځورونې له امله او ۴ سلنه ښځې د ښځو او نرانو ګډ کاري چاپېریال نه شکایت کوي.

د جنسي زور ـ زیاتي په برخه کې د ټولپوښتنې ۲۲ سلنه ګډونوالو مثبت ځواب ورکړی، ۴۴ سلنه منفي ځواب او ۳۳ سلنه ګډونوالو هېڅ ځواب نه دی ورکړی. د دوی له ډلې نه ۲۲ سلنه ګډونوالې وايي، چې د جنسي زور ـ زیاتي پر وخت د شکایت نه وروسته له ادارې ویستل شوي او یا ورسره بې انصافي شوې ده.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د جنسیت د نه مراعتولو، د دولتي ادارو او بنسټونو په رهبرۍ کې د ښځو کم‌رنګي، په مدیره پلاوي او معلوماتي چارو کې د ښځو نه شریکول هغه موارد دي، چې په دې راپور کې یې یادونه شوې ده.

د دې راپور د معلوماتو له مخې، په ملکي خدماتو کې د استخدام شرایط، څارنه او د ښځو کم‌رنګي هغه ستونزې دي، چې په دې راپور کې راغلي دي.

په کاري چاپېریال کې د ښځو په مخ کې د سلو ستونزو تحلیلي راپور لازمې پالیسۍ او مقرارت، فرهنګي ستونزې او د ښځو د بېخ بینايي کارونو په برخه کې د محدودیتونو موجودیت د دې لامل شوي، چې په حکومت کې د ښځو ونډه راکمه کړي.

په دې راپور کې له ۱۷۸ تنو سره مرکې شوې، چې ۱۴۱ تنه یې ښځې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام