
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، تازه یې له لومړي مکروریانو نه د کثافتدانیو د تفکیک په اړه کور په کور د پوهاوي پروګرام پیل کړیدی.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف مشر احمدبهزاد غیاثي سلاموطندار ته وویل، دوی د کثافتدانیو تفکیک پروګرام لامل په کورونو، سیمه او د ټول ښار په کچه د کثافتدانیو د تراکم کمول دي.
د ښاغلي غیاثي په وینا، کابل ښاروالۍ د دې پروګرام د پلي کولو لهپاره د ښاروالۍ ۳۰ کارکوونکیو ته په فني ډول روزنه ورکړېده.
د ده په خبره، دغه پوهاوی په څو پړاوونو کې عملي کېږي چې لومړي سر کې د لومړي مکروریانو ټولو اوسېدونکیو کورونو ته ځي او هغوی ته دا پروګرام تشریح کوي، په دویم پړاو کې چاپ کړي پوسټرونه په پخلنځیو کې لګوي، پهدې پسې په درېیم پړاو کې د سیمې اوسېدونکیو ته کثافتدانۍ ورښيي چې وچ او لانده کثافت پهکې اچول کېږي.

ښاغلی غیاثي وايي، د کثافتدانیو مدیریت ستونزمن کار دی او دوی ډېر وخت ته اړتیا لري چې دغه پروګرام په بریالیتوب سره د کابل ښار په کچه عملي کړي.
بلهخوا د لومړي مکروریان یو شمېر اوسېدونکي د دې پروګرام له نه موثریت نه اندېښنه ښيي او وايي، د کابل ښاروالۍ کارکوونکیو څه مودې مخکې هغوی ته د دې پروګرام په اړه معلومات ورکړل؛ خو د کثافتدانیو د تفکیک پروګرام تراوسه د هغوی په سیمه کې مثبته پایله نهده ورکړې.
لهدې سره د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، له ښاري فرهنګه د کابل د ځېنو اوسېدونکیو نه پوهاوی او د دې پروګرام په عملي کولو کې ښاروالۍ سره د هغوی نه همکاري تر یو ځای ستونزې پیدا کړېدي؛ خو دا پروګرام سره لهدې چې ډېر وخت ته اړتیا لري، بیا هم ګټور دی.
هغوی له خلکو غواړي، کابل ښاروالۍ سره همکار وکړي.





