«د پکتيا حوزوي روغتون یوازې لوحه بدله شوې؛ نور خدمات نه‌لري»

د پکتيا د ولايتي شورا غړی حفيظ‌الله مبارز وایي، عامې روغتيا وزارت د خلکو تېرایستلو په موخه ویلي چې د پکتیا سل‌بستريز ولایتي روغتون یې، حوزوي روغتون ته لوړ کړی‌دی.

دی زیاتوي چې د ياد روغتون يوازې نوم او لوحه بدله شوې؛ خو شونتیاوې او پرسونل يې ان په ولايتي کچه هم بسنه، نه‌کوي.

د ښاغلي مبارز په وینا، د پکتيا حوزوي روغتون اوس هم د ولايتي روغتون خدمات وړاندې کوي او وايي، د دې روغتون د درملنې برخه هېڅ تشکيل نه‌لري او درمل خو لا له اوله په‌کې نه پيدا کېدل.

په روغتون کې د ICU  يا د جدي څارنې خونې تشکيل تر څنګ د سټي‌سکن ماشين او د سترګو او د پوزې ډاکټرانو او نور تشکيل کموالي له امله ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

پکتيا کې مدني فعاله مسکا منګل وايي، د روغتون پرسونل تشکيل زوړ دی چې اوس بسنه نه‌کوي، دا د نوي زيات روغتیایي تشکيل او پرسونل غوښتنه کوي.

د اغلې منګل په خبره، د دې روغتون قابلې ځکه له ستونزو سره مخ دي چې له متخصيصينو څخه ډېر کار کوي، په‌داسې حال کې چې معاشونه یې او مسوولیتونه یې زیات دي.

د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت‌خان احمدزی هم وايي چې ياد روغتون تر اوسه يوازې په ولايتي کچه دی او په راتلونکي کې به يې په رسمي توګه حوزوي کولو ته کار کېږي.

ډاکتر احمدزی وايي، د ناروغانو د درملنې خونو په بېلابېلو برخو کې کار روان دی او دغه روغتون به په راتلونکیو ۳ مياشتو کې حوزوي هغه ته لوړ شي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيرزالدين فيروز څلور مياشتې مخکې د یو پلاوي په ملتيا پکتيا ته تللی و او د ولايتي روغتون لوحه يې په حوزوي بدله او ژمنه یې وکړه چې د دې روغتون تشکیل به زیاتوي؛ خو لا هم پکتيا ولايتي روغتون يوازې سل‌بستریز پاتې او روغتیایي پرسونل یې د ولايتي روغتون په کچه دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام