
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکیو چارو ریاست مسوولانو سلاموطندار ته وویل، چې دې ولایت ته له روزګان، زابل، هلمند، فراه، بادغیس او د کندهار له ناامنو ولسوالیو نه ۷ نیم زره کورنۍ ورغلې دي.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکیو چارو ریاست کې د بېړنیو چارو امر عبدالکافي وویل، چې دا بېځایه شوې کورنۍ د کندهار ښار په ۹مه ناحیه، میرویس مېنه او د دې ترڅنګ په ارغنداب، پنجوايي، ډنډ او دامان ولسوالیو کې له خپلو خپلوانو سره او کرايه کورونو کې مېشت شوي دي.
د ده په خبره، د دې بېځایه شویو په سروې او نوملیکنه کې له دوی سره یو شمېر مرستندویې غیردولتي موسېسې مرسته کوي.
کندهار ته د ټولو ورغلیو بېځایه شویو کورنیو نه د روزګان ولایت د کورنیو شمېر زیات دی. د دې کورنیو څو تنه غړي وايي، چې تر اوسه له دوی سره مرسته نه ده شوې.
دوی وايي، چې د ناامنیو له امله له خپلو سیمو نه په یو جوړ جامو کې راوتلي او په کندهار کې خورا بد ژوند سره مخ دي.
د کندهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو چارو ریاست مخې ته د مرستو په تمه د ولاړو کسانو په استازولۍ دوو تنو محمد سرور او صدیق الله له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دوی د رزوګان ولایت د چورې ولسوالۍ له جنګي سیمې نه راغلي او په دې ساړه ژمي کې هره شپه په خورا سختې یخنۍ کې سبا کوي.

دوی له دولت او مرستندویو موسېسو نه غواړي، چې د وېش په لړۍ کې دوی هېر نه کړي او هر څومره چې ژر کېږي؛ دوی سره دې د خوړو، نقدو پيسو او د استوګنې د ځای مرستې وشي.
د ریاست د بېړنیو چارو مسوول عبدالکافي د بېځایه شویو کډوالو ستونزي مني او وايي، که څه هم د ځېنو موسېسو له خوا مرستې ورسېدلي، خو زیاتوي، چې همکارې موسېسې یې دې ته هڅولې دي، چې له راغلیو راجسټر شویو بېځایه شویو کورنیو سره خپلې مرستې ډېرې کړي.
عبدالکافي هم د بېځایه شویو کورنیو د ځای د نه شتوالي ستونزه مني؛ خو زیاتوي، چې په کندهار کې د کډوالو له پاره دوه ښارګوټي ځانګړي شوي او هغه هم د هغه چا له پاره دي، چې نورو هېوادونو نه خپل هېواد ته راستنېږي.
نوموړی زیاتوي، له ډېرو کورنیو سره يې د خوراکي توکیو او نقدو پیسو مرسته کړې؛ خو بېځایه شوې کورنۍ شوې مرستې د دوی لهپاره بسنده نه بولي.





