د ځډران مارکېټ هټېوالو ته ۱۷ میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی

په دغه سوداګریز مارکېټ کې د اورلګېدنې د څېړلو پلاوي مشر سیروس علاف وویل، چې د اور لګېدنې له امله مارکېټ او هټېوالو ته شاوخوا ۱۷ میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې حکومت باید په دغه برخه کې له زیانمنو هټېوالو او سوداګرو سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، چې د دغو څېړنو پایله به ولسمشر ته هم وړاندې شي.

سیروس علاف زیاته کړه، چې افغان حکومت باید د بیمې لویو شرکتونو ته په افغانستان کې د فعالیت  اجازه ورکړي.

له بل لوري د ځډران سوداګریز مارکېټ هټېوالو ته د هټېو بیا جوړولو اجازه هم ورکړل شوه.

د کابل په میرویس میدان سیمه کې د ځډران په سوداګریز مارکېټ کې د تېرې پنجشنبې پر ورځ اور لګېدنې له امله دغه ۱۱ پوړیز مارکېټ کې ۱۲۰۰ هټۍ وسوځېدلې.

د دغه اور لګېدنې پلټنو په موخه حکومت یو کمېسیون ته دنده وسپارله، چې ددې اور لګېدنې لامل وڅيړي.

تمه کېده، چې د دغه ګومارل شوي کمېسیون د څېړنې پایلې د سې شنبې پر ورځ اعلان شي، خو د کمېسیون غړي صیام الدین پسرلي د چهارشنبې پر ورځ (اګست ۱۰مه)  سلام وطندارته وویل: " د ځډران مارکېټ هټيوالو ته نن اجازه ورکړل شوه، چې خپلو هټيو کې بېرته فعالیت پیل کړي".

پسرلي زیاته کړه، چې تر دې دمه کمېسیون دا په ډاګه کړه چې ۹۸ سلنه مارکېټ کې سوداګریز توکي سوځیدلي.

د نوموړي پر وینا، پاتې ۲ سلنه کم ارزښته سوداګریز توکي د اور له لمبو پاتې شوي دي.

پسرلي دا هم وویل، چې د هټېوالو سره به د کابل ښاروالۍ کارکوونکي هم مرسته وکړي او " له دې پاکارۍ وروسته به مارکېټ د انجینرانو په همکارۍ په اساسي ډول سروې شي که چېرې ستونزه ولري بېرته به په اساسي ډول جوړیږي که کوم ستونزه نه وي سم به رنګیږي او بیا به هټيوالوته وسپارل شي."

که څه هم له یوې اوونۍ راهیسې دغه سوځيدلي مارکېټ د هټيوالو پرمخ تړلی وو او دغو هټيوالو بیا اعتراض وکړ، چې ولې دوی ته د مارکېټ ته ننوتو مخه نیول کیږي.

پسرلی وايي، ځکه یې مارکېټ د دوی پرمخ پرانستی دی چې په ښار کې د ګډوډي او لاریونو څخه دغه اعتراض کوونکي هټيوال راوګرځوي.

مسولین وايي، چې د ګومارل شوي کمیسیون څېړنې دوام لري.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې اور لګېدنه خصوصي سکټور ته پراخ مالي زیان اړوي، بلکې له دې وړاندې هم د کابل په منډوي، جمهوریت مارکيټ او په ننګرهار ولایت کې او سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام