کورونا ويروس په ځوانانو کې د ناڅاپي مغزي سکتې لامل کېږي

روغتیاپالان وايي، د کورونا ويروس له ۳۰ نه تر ۴۰ کلنۍ پورې کسانو کې لامل کېږي چې په ناڅاپي ډول مغزي سکته وکړي.

د دوی په وينا، ډېری ځوانان چې په کورونا ويروس اخته کېږي، دې ته زړه نه ښه کوي چې روغتون ته لاړ شي ځکه چې دوی اورېدلي روغتونونه د کورونا ويروس د ډېر خپراوي له کبله اشباع شوې دي.

اسنادونه او شواهد ښيي چې کورونا ويروس په نامعموله توګه د وينې د غوټې کېدو لامل کېږي چې له هغې نه په ناڅاپي توګه مغزي سکته رامنځته کېږي.

د نيويارک د سيني ماونټ د روغتيايي مرکز د عصابو جراح ډاکټر توماس اوکلي او همکاران يې د هغو پنځو کسانو په اړه چې دوی يې درملنه کړې جزيات ورکوي او وايي، دوی ټولو له ۵۰کلونو کم عمر درلود  او ټول په خفیف ‌ډول پر کورونا ويروس اخته وو، يو شمېرو يې د ناروغۍ نښې درلودې او يو شمېرو يې هېڅ د ناروغۍ نښې نه درلودې.

ډاکټر  اوکلي وايي:« ویروس د وینې په لویو رګونو د وينې د شدیدې غوټه کېدو لامل کېږي چې په پايله کې يې ناروغ مغزي سکته کوي. زموږ څېړني ښيي چې په تېره اوونۍ کې زموږ ناروغانو کې ۷ برابره د د مغزي سکتې مړينه ‌ډېره شوې ده. ډېری دا ځوانو ناروغانو د ناروغۍ کومه مخينه نه درلوده او دوی خفیف ‌ډول پر کورونا ويروس اخته وو چې حتا دوه يې هېڅ د ناروغۍ نښې نه درلودې. له دې سره د ټولو پايلې مثبتې وې.»

د روغتياپالانو د يوه بل ټيم څېړنې هم ښيي چې د کورونا د خپرېدو له کبله خلک د بېړنيو مرستو شمېرې ته او روغتون ته ورتګ ته زړه نه ښه کوي. دا چې په دې عمر کې ځوانان مغزي سکته کوي يوه نامعموله کړنه ده هغه سکته چې د مغز لویو رګونو کې زيان رسوي.

د ياد ټيم د روغتياپالانو په راپور کې چې د نیو انګلینډ روغتيايي ژورنال کې خپور شوی، ويل شوي چې د ياد ټیم د خدماتو ډلې په منځنۍ کچه په هرو دوه اوونيو کې  ۰.۷۳ کسان چې له ۵۰ کلونو يې کم عمر درلود او د لویو رګونو د سکتې له ستونزو سره مخ وو، درملنه کړې، کوم چې د اوسني ناروغانو له شمېره يې کچه ټيټه وه، د بېلګې په توګه يې په هره مياشت کې يې د دوه ناروغانو درملنه کړې.

د وينې لويو رګونو کې که د سکتې درملنه  ژر ونه شي، جدي زیان اړوي. ډاکټر اوکلي وايي چې لږترلږه یو ناروغ مړ شوی او نور ناروغان د جدي پاملرنې څانګې ته معرفي شوي او یوازې یو ناروغ له روغتونه رخصت شوی و چې په کور کې یې پاملرنې ته اړتیا درلوده.

نوموړي ويلی:« هر هغه کس چې د وينې په لويو رګونو کې سکته وکړي، په ډېر جدي توګه ناتوانه کېږي او دا کار د وينې د غوټه کېدو لامل کېږي.»

کله چې د وینې جریان پرې شي، د مغزو حجرې له منځه ځي او هر څومره چې د وينې جريان پرې کېږي همره حجرې له منځه ځي چې پايله کې يې مغز جدي زيان ويني؛ نو له همدې کبله بايد د ناروغانو درملنه ډېر ژر پيل شي.

ډاکټر اوکلي وايي، د وينې په لويو رګونو کې سکته او د وينې د غوټه کېدو بېرته عادي حالت ته راوستل هغه مهال ګټور دي چې له ۶ نه تر ۲۴ ساعتونو کې وشي.

اوکلي وايي:« تر اوسه پورې له خلکو غوښتل شوي وو چې د ساه‌تنګۍ پر مهال يا هم د شديدې تبې په حال کې امبولانس راوغواړي.» نوموړی له خلکو غواړي چې د کورونا ويروس نښې دې ځان کې وڅېړي او د ليدو په حال کې دې د بېړنيو مرستو شمېرې ته زنګ ووهي.

سرچينه: سي ان ان

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام