
د هرات ښار د ټرافیکو مدیر امین الله میهنیار د یکشنبې په ورځ (اګسټ۲۱مه) په دغه ولایت کې د لویو لارو د پولیسو د قوماندان او ټرانسپورټ رییس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په ۱۸۷ ټرافیکو پېښې کې ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه :" د تېر کال په نسبت څه کم ۳۵ سلنه په هرات کې ټرافیکې پېښې کمې شوې دي، د۱۳۹۵ لمریز کال له پیل څخه چې دوه ربع مو تیرې کړې دي، مونږ په هرات کې ۱۸۷ ټرافیکی پېښې لرو، چې له دې ډلې په ۲۹ پېښې د مړینې سبب شوی، که حساب یی وکړو په هره میاشت کې ۵ کسانو په ټرافیکو پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوی."
امین الله میهن یار همدا ډول وایي، چې د هرات ښار نفوس ته په کتو ددې مدیریت تشکیلات کم دی او باید زیاتوالی پکې راشي.
د هرات د لویو لارو د پولیسو قوماندان امین الله امین، په دغه ولایت کې د ټرافیکي پیښو د زیاتوالي لامونه، ټرافیکو قوانینو ته نه پاملرنه، ګړندۍ تګ، او د لوی لارو د پولیسو په چارو کې د زورواکانو لاس وهنه بولي.
خو د هرات د ټرانسپورت ریاست سرپرست نثاراحمد نثار په لویو لارو کې د ټرافیکو پېښې د زیاتوالی لامل، امنیتي ستونزې او د سرکونو خرابوالی په ګوته کوي او وایي، چې مسافر وړونکو موټرونو ته باید د ګهیځ له څلورو بجو مخکې د حرکت اجازه ور نه کړل شي.





