د پکتیا له زندانه د ۳ طالبانو په ګډون ۷ بندیان تښتېدلي

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولایت له مرکزي زندان نه اووه بندیان تښتېدلي چې درې یې د وسله‌والو په لیکو کې د ترهګریز فعالیتونو، یو یې له وطن سره د خیانت، یو د قتل، یو د ترور او یو بل بیا د فرېب‌کارۍ په جرم په یاد زندان کې بندیان وو.

د چارواکیو په خبره، دا تښتېدلي بندیان تېره شپه د ماسختن د ۷ تر ۹ بجو پورې مهال کې تښتېدلي دي.

مسوولان وايي، لومړني مالومات دا دي چې دوی له لمانځه وروسته له جومات نه لادرکه دي او ټاکل شوی پلاوی به د دې پېښې پلټنه وکړي.

د پکتيا د والي مرستیال عبدالولي سهي وايي، د بندیانو د تښېتې په تړاو پلټنې روانې دي او تر بشپړېدو وروسته به یې په اړه مالومات شریک کړي.

د پکتيا د زندان عمومي مدير سمونوال محمداجمل له رسنيو سره په خبرو کې وويل، پېښه د پوليسو د بې‌پروايي او بې‌غوري له امله شوې او په اړه یې له پلټنې وروسته له رسنيو سره مالومات شريکوي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، د دې ډلې اووه بنديان د پکتيا له مرکزي زندان نه په تکتیکي توګه تښتېدلي او اوس په یوه خوندي ځای کې دي.

د ګردېز په زندان کې د شپږ سوو په شاوخوا کې مجرمان بندیان دي چې د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي او په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام