د کندهار ښاریان د کوڅه ډبو سپو له جسدونو هم په امن نه دي

د کندهار ولایت د ښاروالۍ ریاست څو ورځې مخکې په ښار کې د کوڅه ډبو سپو د ټولولو او له منځه وړلو له پاره درې ورځنی کمپاین پیل کړی و، خو دا سې ښکاري، څرنګه چې لازمه دغه کمپاین ګټور نه و اوس خلک له دغو سپو سخت په عذاب دي.

د کندهار ښار ځېنې اوسېدونکي وايي، چې د کندهار ښاروالۍ په ښار کې د موجودو سپو د له منځه وړلو په برخه کې کامیابه وه، خو د وژل کېدو وروسته د سپي جسدونه يې په میدان پرې ايښي دي.

اوس د ښار په هره څنډه کې خلک د ښاروالۍ له خوا د وژل شویو سپو د جسدونو له بد بوي څخه په تنګ شوي دي.

دوی له ښاروالۍ غواړي، چې وژل شویو سپو جسدونه دې له بازاره را ټول کړي او له ښار وتلې لرې سیمه کې دې ښخ کړي.

په ورته وخت کې د کندهار ښار د چاپېریال ساتنې ریاست هم وايي، چې ښاروالۍ د وژل شویو سپو د جسدونو د راټولولو په برخه کې پاتې راغلې ده.

د دې ریاست رییس محمد غلام روشن له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دوی د دې کمپاین له پیل مخکې د کندهار ښاروالۍ او د عامې روغتیا ریاستونو ته یادونه کړې وه، چې باید له ښار نه د وژل شویو سپو جسدونو د راټولولو له پاره خپل امکانات وسنجوي.

روشن وايي، مخکې له دې چې دغه کار د چاپېریال د ککړتیا لامل شي، ښاروالۍ باید لاس په کار شي.

د کندهار د عامې روغتیا مطبوعاتي مسوول محمدنادر عسکر وايي، چې په ښار کې د پاتې سپو جسدونه چاپېریال ککړوي او د ناروغیو لامل کېږي.

د عسکر په وینا، د کندهار ښاروالۍ او خلک یې مسوولیت لري، چې په دې برخه کې مرسته وکړي او د وژل شویو سپو جسدونه له ښاره وباسي.

د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول زمری څرګند بیا له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د دوی کمپاین په بریالیتوب سره ترسره شو او زیاتوي، چې د ښار پراخوالی د دې لامل شوی، چې د وژل شویو سپو جسدونه د ښاروالۍ له مامورینو پټ پاتې شوي دي.

څرګند له ښاریانو وغوښتل، چې په ښار او څنډو کې د پاتي شویو سپو د جسدونو په اړه دې دوی سره اړیکه ونیسي، تر څو مسوول کسان خپل کار وکړي او د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی هم وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام