غزني ښار په پوځي حالت کې؛ تر نیمي ورځې چارې ځنډېدلې وي

د نورو ورځو خلاف وروستیو کې د غزني په سړکونو او څلور لارو کې د پوځي ځواکونو حضور زیات شوی‌دی. له پرون راهیسې د غزني ډېری هټي، مارکېټونه او صرافۍ تړلي دي او ښار د نیمې ورځې رخصتۍ وضعیت غوره کړی‌دی.

د غزني اوسېدونکي د دې ولایت د حالاتو ترینګل‌کېدا په اړه اندېښنه ښيي او تمه لري چې دولت د خبرو له لارې دغه وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

د لویې لارې دواړو خواوو ته زرګونه مسافرین د لارې پرانیستو ته په تمه دي او سوداګر وايي، د لارو تړل کېدلو له امله، تاواني شوي‌دي.

بلخوا د غزني پولیسو قومندان جنرال محمدزمان چې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ قره‌باغ ولسوالۍ ته تللی، وايي چې څو ورځې مخکې یې د شېراباد سیمې د برید په تړاو ځېنې کسان په نښه کړي‌دي.

د غزني ولایت رسنیز دفتر مسوولان وايي، د حکومت له لوري یو بل پلاوی هم د غزني قره‌باغ ولسوالۍ پېښې څېړلو له‌پاره سیمې ته رسېدلی او خپل کار یې پیل کړی‌دی.

په ورته وخت کې هغو اعتراض‌ګرو چې د کابل ـ کندهار لویه لاره یې تړلې؛ وايي چې د غزني له چارواکیو سره شریکې کړې غوښتنې یې عملي نه‌شي؛ اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

دوی ادعا کوي چې حیدراباد پول سیمه کې یې پولیسو د عدالت غوښتنې خېمه په زوره چپه کړې او درې کسان یې وهل شوي‌دي.

دغه اعتراض‌کوونکي همدارنګه زیاتوي چې پنځه ورځې مخکې د نیخته کلي اوسېدونکیو په شېراباد کلي برید کړی چې د دې کلي دوه تنه یې وژلي، دوه یې ټپيان کړي او دوه نور یې له ځان سره بیولي دي.

خو د نیخته سیمې اوسېدونکي بیا دا ادعاوې بې‌بنسټه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام