په خوست کې ۵ سلنه مېرمنې هم تذکرې نه‌لري

د دې ولایت د نفوسو احوالو ثبت مدیریت د ښځینه تذکره اخیستونکیو شمېر سلنه، ۱۰ ښيي؛ بیا د عامو وګړیو باور دا دی چې ۵ سلنه مېرمنې هم تذکرې نه‌اخلي.

دې وروستیو کې په خوست کې د نجونو د زده‌کړو بهیر چټک روان دی خو لاهم ډېرې نجونې او ښځې د تذکرو اخیستو ته چمتو نه‌دي. 

یوشمېر خوستوالو او مدني فعالانو سلام‌وطندار سره په خبرو کې اندېښنه وښوده که حالت همدا ډول روان وي؛ راتلونکیو ټاکنو کې به زښتې کمې مېرمنې ګډون وکړی شي.

د مېرمن سایمې په نوم یوې خوستۍ سلام‌وطندرا ته وویل، زیاترو ښځینه‌وو ته تذکرې هېڅ ارزښت نه‌لري او زیاتوي یوازې هغه مېرمنې تذکرې اخلي چې بهر ته د درملنې او د فرضي حج او عمري له‌پاره بیت شریف ته ځي.

دغه‌راز د حمید په نوم یو خوستی وایی، کورنیو کې یې مېرمنو ته په څرګند ډول ویلي چې پېژندپاڼې دې واخلي، خو زیاتوي د ښځو چارو ریاست لازم پوهاوی نه دی کړی.

د خوست د نفوسو احوالو ثبت مدیر سید‌عمر عمر هم دغه اندېښنې پرځای بولي. زیاتوي، یوازې شاوخوا ۱۰سلنه مېرمنې د اړتیا له‌مخې پېژندپاڼې اخلي اوبس.

د خوست د ښځو چارو رییسه ډاکټره ملالۍ ولي وايي، د کلتوري ستونزو له امله ښځینه د تذکرو اخیستو ته زړه نه ښه کوي.

مېرمن ولي، د عامه پوهاوي برخه کې نه یوازې د ښځو چارو ریاست مسوول بولي، بلکې پرهر لوستي خوستوال غږ کوي خپلو کورنیو کې مېرمنې د تذګرو اخیستو ته چمتو او په ارزښت دې وپوهوي.

خوست کې د دودونو له‌مخې خبریالان د ډېرو مهمو مسلو په اړه په ریپوټونو کې له ښځو او نجونو څخه د نظرونو اخیستو له ستونزو سره مخ وي ان د ښوونځیو زیاتره زده‌کوونکې، ښوونکې او د دولتي او خصوصي څانګو کارکوونکې له رسنیو سره خبرې نه‌کوي.    

دا داسې مهال ده، چې په راتلونکیو ټاکڼو کې به د تذکرې له‌مخې رایه کارول کېږي؛ ځکه خو، خوستوال مدني فعالان ښځینه‌وو ته تذکرو پر ورکړې ټینګار کوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام