لويې څارنوالۍ ته د۲۴۰ افغان نجونو معرفي کېدل

په پام کې ده، چې د امریکا پراختیايي ادارې یا (USAID) ۲۴۰ افغان نجونې د عملي زده‌کړو  له‌پاره د افغانستان لويې څارنوالۍ ته ور و پېژني.

د امریکا پراختیايي ادارې، اسیا فوندیشن او لویې څارنوالۍ  له خوا د سې شنبې پر ورځ کابل کې ددغو ۲۴۰ تنه زده کونکو  نجونو معرفي په موخه غونډه جوړه کړې وه.

دغو نجونو چې په حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو کې زده کړې کړي دي د پنځو اونیو له پاره يي د امریکې پراختیايي ادارې په مالي لګښت د اسیا بنسټ له خوا روزنیز سیمینارونه هم بشپړ کړي دي.

د دغه پروګرام مسوولینو پروینا، دغه نجونې به تر یوې اوونۍ پورې د زده‌کونکو په توګه څارنوالۍ ته معرفي شي.

د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې له روزنیزې دورې وروسته به ددې نجونو ګومارنې سره د څارنوالۍ ظرفیت هم لوړ شي.

نوموړي زیاته کړه:«څارنوالۍ ته ستاسو د راتګ له لارې په افغانستان کې د ټول ولس استازیتوب قومونو او جنسیت انډول تامینیږي عدالت ته د ښځینه وو لاسرسی زیاتیږي. کله چې تاسو په ادارې کې وویني پر ادارې يي بارو زیاتیږي او د افغانستان د خلکو اعتماد په ځانګړې توګه د ښځینه‌و باور به لاسته راوړئ.»

لوی څارنوال وویل، چې په تیر یو کال کې عدلي بنسټونو کې د ښځینه وو ونډه له یو سلنه نه تر ۷ سلنې پورې لوړه شوې.

د حمیدي پر وینا، تجربې ښودلې چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځینه‌و شتون زیاتیدل د کار وړ او له فساد سره د مبارزې په برخه کې به ښې پایلې ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام