د کانونو وزارت چارواکي د ۱۰ میلیونو ډالرو په بډو اخیستلو تورن شول

له اداري فساد سر د  مبارزې شبکې د ارزونې له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت د لسو میلیونو ډالرو بډو په بدل کې د قیمتي ډبرو ۲۱۷ تړونونه د ملي شورا غړیو، وزیرانو او زورواکیو ته ورکړي‌دي.

د دې شبکې رییس خان‌زمان‌ امرخېل د کوم چارواکي نوم وانه‌خیست خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې وسله‌وال هم ستر رول لري.

د دې شبکې رییس خان‌زمان‌ امرخېل نن شنبې د (مارچ پر ۱۱مه) کابل کې د دې ارزونې د  خپرولو پر مهال پر حکومتي چارواکیو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کانونو ډېر قراردادي شرکتونه په غیرمسلکي توګه کان‌ایستنه کوي چې په دې سره د افغانستان د کانونو سکتور ته ستر زیان اوړي.   

د دې شبکې غړی ذبیح‌الله وردګ وايي، په هېواد کې تر ټولو زیات عواید د کانونو دي، چې ډېره برخه یې په ناامنو سیمو کې د وسله‌والو مخالفانو جیبونو ته لوېږي.

دی له حکومته غواړي، چې په ناامنو سیمو کې ټول لاسلیک شوي تړونونه لغوه کړي.

له اداري فساد سره د مبارزې شبکې د معلوماتو له مخې، ۱۴ قراردادي شرکتونو دولت ته خپل ۸ میلیونه ډالر مالیه نه‌ده ورکړې.

له اداري فساد سره د مبارزې شبکې د دې څرګندونو په تړاو مو د کانونو او پټرولیم وزارت د نظر اخیستلو څو ځلي خواري وکړه؛ خو له بیا ـ بیا اړیکو سره بریالي نه شولو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام