
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون په افغانستان کې د کانونو غیرقانوني کیندنې په اړه اندېښنه څرګندوي.
د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون د جیولوجیسټانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت نن په کابل کې وویل، په افغانستان کې د کانونو غیرقانوني کیندنې د وسلهوالو ډلو لکه طالبان، داعشیان او نورو تروریستي ډلو په مالي سرچینو بدلې شوېدي.
ښاغلی مایدون وايي چې افغانستان د پیسو مینځلو او تروریزم د تمویل په برخه کې په روان کال کې خطرناک هېواد ګڼل کېږي او افغان حکومت باید د کانونو غیرقانوني کیندنو مخنیوی وکړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم وايي چې افغانستان د ډېرو پراخو طبیعي سرچینو په لرلو سره لا هم په بریالۍ توګه له دې سرچینو سمه ګټنه نهده کړې.
د ده په وینا، کهچېرې د افغانستان له کانونو او طبیعي منابعو ګټنه وشي؛ په سیمه کې به تر ټولو غني هېواد وبلل شي.
ښاغلی دانش له حصوصي سکتوره پهدې برخه کې له دولت سره د همکارۍ غوښتنه کوي.
لهدې سره هممهاله د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان په ۱۵ ولایتونو کې د ۳۰جیولیوجیکي ساحو د سروې خبر ورکوي.
ورته مطالب:





