پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت مرستیال سلاکار وحیدالله مجروح وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۴ تازه پېښې ثبت شوي چې په دې سره په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۵۵۵ ته ورسېدې.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، ۸ پېښې په هرات، ۸ په کابل، ۵ په کندهار، څلور-څلور په بلخ او نیمروز ولایتونو، ۲ په میدان‌وردګ او یوه-یوه پېښه هم په غور، بادغیس او بغلان ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، تر اوسه د ۵ ناروغانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په افغانستان کې تر اوسه پر کورونا ویروس ۳۷ اخته کسان ښه شوي او ۱۸ نور مړه شوي دي.

د ځینو رسنیو راپورونو له مخې، د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا ۲۰ کارکوونکي هم پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د دغو کسانو د ازموینو پایله مثبته ختلې او اوس قرنطین شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام