
د تخار تالقانو ښار او د کندوز خاناباد ولسوالۍ له لسو ورځې راهیسې برېښنا نه لري.
د تالقانو اوسېدونکي وايي، د برېښنا نهشتوالي ډېرې ستونزې رامنځ ته کړي او هر څه ژر باید د کندوز په اقتاش ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو عملیات پیل، ترڅو د برېښنا مزي بېرته وتړل شي.
لس ورځې مخکې وسلهوالو طالبانو د کندوز اقتاش ولسوالۍ په چوپان سیمه کې تخار ته د تاجیکستان وارداتي برېښنا مزي پرې کړی او د مزو بیاځلي تړلو لهپاره یې شرط ايښی دی.

د تخار برېښنا رییس محمد مومند وايي، د پوځي عملیاتو درول، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته د برېښنا رسول، په فزیکي توګه ښوونکیو ته د تنخواګانو ورکول او په اقتاش کې د څو اقتصادي پروژو له سره پیلول، د تخار برېښنا بېرته نښلولو لهپاره د طالبانو شرطونه دي.
ښاغلی مومند زیاتوي، له طالبانو سره یې خبرې پایلې ته نه دي رسېدلي او له بلې لارې د برېښنا بېرته نښلولو لهپاره هڅې روانې دي.
د برېښنا شرکت او طالبانو ترمنځ ننګونې کندوز کې د برېښنا شرکت یوه کارکوونکي له وژل کېدو وروسته پیل شوي. له دې پېښې وروسته، طالبانو کابل او تخار ته د تاجیکستان وارداتي برېښنا مزي پرې کړل.





