په تخار کې د یوې کورنۍ لوږه؛ څلور تنه په خوارځواکۍ اخته شوي

په تخار کې له څلور ورځنۍ لوږې وروسته د یوې کورنۍ ۴غړي روغتون ته ولېږدول شول.

د تخار د کلفکان ولسوالۍ د باغ‌بالا کلي اوسېدونکيو د دې کلي د یوې کورنۍ ۴ غړي روغتون ته ولېږدول چې د بې‌وزلۍ او د خوراک نه‌لرلو له امله ناروغ شوي‌‌وو.

دوی وايي چې دا کورنۍ ښځه او مېړه او دوې لوڼې دي.

د تخار روغتون مسوول منیز عزیزي وايي، دا څلور تنه په خوارځواکۍ اخته شوي او د کورنۍ مو او یوه لور رواني ناروغي هم لري.

د کلفکان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دې کورنۍ غړي هېڅ سرپرست نه‌لري او د ناچارۍ له امله یې خوراک او څښاک ته لاس‌رسی نه‌لرلو.

په ورته وخت کې د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي چې د دې کورنۍ د ستونزې د رسېدنې له‌پاره محلي ادارې یو پلاوی ټاکلی دی.

په خواله رسنیو کې د دې خبر له خپرېدلو وروسته د تخار اوسېدونکیو له‌دې کورنۍ سره نقده مرسته کړې‌ده.

تردامهال دې کورنۍ ته ۸۰ زره افغانۍ مرسته ټوله شوې‌ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام