مرکزي بانک او برېښنا شرکت د عامه اعتبارونو په اړه هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د مرکزي بانک او برېښنا شرکت مسوولانو نن (یکشنبه) د عامه اعتبارونو ثبت سېسټم کارونې په اړه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د مرکزي بانک رییس خلیل‌الله صدیق وايي، د دې هوکړې له مخې د برېښنا شرکت هغو پېرېدونکيو ټولې ځانګړنې چې د برېښنا لګښت پیسې په خپل وخت ورکوي، په‌ې سېسټم کې ثبتېږي او هغوی کولی شي د اړتیا پرمهال له بانکونو او نورو مالي بنسټونو په اسانۍ پور واخلي.

په همدې حال کې د برېښنا شرکت رییس امان‌الله غالب دا هوکړه‌لیک د برېښنا شرکت او د افغانستان مرکزي بانک لپاره ګټور بولي.

د مرکزي بانک رییس په وینا، د نړېوال بانک رپوټ له مخې افغانستان مالي سرچینو ته د اسانه لاسري په نوملړ کې ۱۰۵م ځای لري او د عامه اعتبارونو ثبت سېسټم په کارونې سره به یې دا موقف نور هم لوړ شي.

ښاغلی صدیق زیاتوي، د عامه اعتبارونو ثبت سېسټم کارونه د دې بانک فعالیت د هېواد ټولیز اقتصاد کې پراخوي او څومره چې بانک خلکو ته پور ورکړي، په هماغې کچې به د خلکو عامه اقتصاد وده وکړي.

ټاکل شوې مرکزي بانک په نږدې راتلونکي کې د عامه اعتبارونو ثبت سېسټم کارونې په اړه ورته هوکړه‌لیک د مخابراتو د تنظیم یا اترا ادارې سره هم لاسلیک کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام