کندهار کې د څه باندې ۱۱۲ زرو جریبه غصب‌شوې ځمکې راوګرځول

د کندهار د اراضۍ رییس نورالله نوري نن خبري غونډې ته وویل چې ډېره په کندهار کې ډېره ځمکه په ولسوالیو کې غصب‌شوې‌ده.

ښاغلي نوري زیاته کړه، د ولسوالیو امنیه قوماندانانو په همکاري یې ډېره ځمکه له غاصبینو راګرځولې ده.

د ده په خبره، په کندهار کې شاوخوا ۳۸۷ زره جریبه ځمکه د غاصبانو په لاس کې ده چې له ۱۳۸۷ کال راپه‌دې‌خوا ترې تر دا مهاله ۱۱۲۱۴۵ جریبه بېرته له غاصبانو راګرځول شوې.

عام کندهاریان بیا په‌دې ولایت کې له غاصبانو د ځمکې بېرته راګرځولو په اړه یوه خوله نه‌دي. دوی وايي، په‌کار ده چي د کمزورو ترڅنګ له زوروکیو چي ډېرې ځمکې یې لاندې کړي؛ هم پوښتنه وشي.

د کندهاریانو په خبره، یوازې د کمزورو غاصبانو راکشول او یا له هغوی نه د ځمکو بېرته اخیستل د ستونزې اصلي حل نه‌دی، بلکې حل دا دی چې له لویو غلو او زورواکیو نه په سلګونو او زرګونو جریبه غصب‌شوې ځمکه راوګرځول شي.

خو د کندهار د اراضي ریاست وايي چې دغاصبانو ترمنځ ه‌څ توپیر نه‌شته او هېچا ته د دولتي ځمکې د غصب اجازه نه‌ورکوي.

ښاغلی نوري زیاته کړه، له غاصبانو راګرځولې ځمکه يې زرګونو ښوونکیو ته د سرپناه تر څنګ په ۸ ولسوالیو کې د قضایي او عدلي څانګو ودانیو او په ځېنو ولسوالیو کې د کډوالو ښارګوټو ته ورکړې او دا لړۍ لاهم روانه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام