افغانستان کې تراوسه د بچه‌بازۍ په جرم څوک نه‌دي محاکمه شوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، سره له دې چې د افغانستان په جزاکود کې بچه‌بازي جرم بلل شوې، خو تراوسه په دې جرم څوک نه‌دي محاکمه شوي. 

له جګړې اغېزمنو ماشومانو له‌پاره کاناډايي موسېسې نن (چهارشنبه) کابل کې «د یرغمل نیونې مخنیوي له‌پاره د عدالت غوښتنې ملي کنفرانس» ترسرلیک لاندې غونډه جوړه کړه.

د غونډې ګډونوالو په اړوندو ادارو نیوکه وکړه چې تراوسه یې د انساني‌قاچاق او بچه‌بازۍ مخنیوي له‌پاره د پام وړ کار نه‌دی کړی.

د بشري حقونو کمېسیون د ماشومانو حقونو ملاتړ څانګې مسوول نجیب‌ځدراڼ ببرکزی وايي، افغانستان کې بې‌وزله ماشومان د انساني‌قاچاق او بچه‌بازۍ ښکار شوي او دولت یې د مخنیوي له‌پاره لازم اقدامات نه‌ده کړي.

په همدې حال کې د مدافع وکیلانو استازې سمیه سادات وايي، که څه هم هېواد کې د انساني‌قاچاق پروړاندې د مبارزې قانون او په دې برخه کې ځانګړی کمېسیون شته، خو تراوسه ګټور تمام شوي نه‌دي.

اغلې سادات زیاتوي، افغانستان کې د انساني‌قاچاق او بچه‌بازۍ ډېر عاملان زورواکي دي چې دولت یې پروړاندې اقدام نه‌دی کړی او په ډېری مواردو کې پولیس خپله قانون نقضوي.

خو د انساني‌قاچاق او کډوالۍ پر وړاندې مبارزې عالي کمېسیون تخنیکي کمېټې رییس محمدامان ریاضت وايي، حکومت د انساني‌قاچاق پروړاندې د پام‌وړ اقدامات کړي چې ښه بېلګه یې پروړاندې د مبارزې له‌پاره د ځانګړي کمېسیون جوړول دي.

د ریاضت په وینا، اوس د انساني‌قاچاق قربانیانو له‌پاره د هېواد په ۱۰ کلیدي او سرحدي ولایتونو کې مالوماتي مرکزونه هم جوړ شوي دي.

ریاضت زیاتوي افغانستان د انساني قاچاق برخه کې دوه کاله  پرله‌پسې د هېوادونو په دویمه لیکه کې ځای لري. د ده په وینا، یاد هېوادونه په ۳ کټګوریو (لومړۍ، دویمه او درېیمه) وېشل شوي چې درېیمه هغې کې یې د ټیټې کچې هېوادونه دي.

نوموړی هم تاییدوي چې بې‌وزله خلک، ماشومان او ښځې د ټولنې د نورو وګړو په پرتله زیات د انساني‌قاچاق قربانیان دي.

د دې ۲ ورځنۍ غونډې ګډونوال چې له ۶ ولایتونو رابلل شوي وايي، حکومت باید د انساني‌قاچاق او بچه‌بازۍ د مخنیوي له‌پار کوټلي ګامونه واخلي او له عاملانو سره یې جدي چلن وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام