
کابل ښار د هېواد پلازمېنه او پرمختللی ښار دی چې د نورو ښارونو په پرتله پهکې د نفوسو کچه ډېره، خو د ښاري پراختیا او پرمختیا نهموجودیت او د مسوولانو کمزوری مدیریت ورځ تر بلې ښار کې د ګډوډو غږونو د ډېرېدو لامل شوی دی.
د غږ ککړتیا د پرمختللي بشري ژوند محصول دی.
کابل ښار کې د موټرو او موټرسایکلونو غږونه، د هارن غږ، د جنراتور غږ، د لویو فابریکو د ماشینونو غږ، پر سړک او کوڅو کې د خلکو غږونه؛ د نفوسو ډېرېدو او د غږیزې ګډوډۍ ښکارندويي کوي.
کابل ښار کې هېڅ شی پر خپل ځای نه اېښودل کېږي. کله داسې هم کېږي چې خلک د هوا ککړتیا په پرتله، ښار کې له ازاروونکو غږونو ډېر شکایت وکړي.
په موټرو، هټیو او هوټلونو کې د موسیقۍ لوړغږ، بېځایه او په پرلهپسې ډول د موټرو هارنونو او د سړک غاړې پلورونکیو چیغو کابل ښاریان ګنګس او عصبي کړي چې ډېریو ته یې په ښار کې ژوند هم ستونزمن شوی دی.
د کابل ښار اوسېدونکی بشیر چې هره ورځ د ښار په ګڼهګوڼه کې تګراتګ کوي وايي، ښار کې شته نااراموونکو غږونو خلک ستړ کړي او که ښاروالي، په ځانګړې توګه ټرافیک یې مدیریت کړي، د ډېری ښاریانو د رواني ناروغیو زیاتېدو مخه به ونیول شي.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی فاضل هم باور لري، که د نقلیه وسایطو او کسبهکارانو لهپاره ځانګړې سیمې او تمځایونه غوره شي، ښار کې به شته ازاروونکي غږونه څهناڅه کم شی.
په همدې حال کې ارواپوهان وايي، ګډوډ او ازاروونکي غږونه په اوږدمهال کې د انسان فکري تمرکز او داخلي ارامښت له منځه وړي.
ټولنپوه شفیق بهروزیان وايي، ځینې کسان کېدای شي د وخت په تېرېدو له یادو غږونو سره عادي شي، خو په طبعي توګه یې د کار پر کیفیت او اړیکو ناوړه اغېز کوي.
بلخوا د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا رییس ادریس توخی وايي، ښاروالي له هغو کسانو سره چې ښار کې د نااراموونکو او ګډوډو غږونو لامل شوي، قانون چلن کړی او جریمه کړي یې دي.
توخی په ښار کې د یادو غږونو د کنټرول او مخنیوي لهپاره د یوه تازه پروګرام د پلي کېدو خبر ورکوي. نوموړی وايي، د یاد پروګرام عملي کولو پرمهال به شته ازاروونکي غږونه کنټرول یا هم غلي شي او هغوی چې دا کار ونهکړي، قانوني چلن به ورسره وکړي.

د ګډوډو او ازاروونکو غږونو د کچې مالومولو واحد «دسیبل» دی او د انسان غوږونه کولی شي شاوخوا ۱۳۰ دسیبل غږونه وزغمي.
که انسان د تل لهپاره له دا دول غږونو سره مخ وي، کېدای شي د هغوی د غږ اورېدو ځواک کم او د زړه په ناروغۍ یې اخته کړي.
څېړنې ښيي چې له ۱۵۰ تر ۱۶۰ کچې تېز غږونه، د انسان د رنګ الوتو، د وینې فشار لوړېدو او د بدن حرارت د درجې کمېدو لامل کېږي.





