یا به مې غېږ کې نیسې یا دې له پوهنتونه وباسم

سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي پېښو د قرباني شویو ښځو له هغې شمېر سره مرکې کړي، چې په دولتي او نادولتي ادارو کې ځورول شوې دي او دغه مرکې یې په ځانکړې پاڼه کې راټول کړې دي، چې د مرکه کوونکیو نومونه مستعار، خو کیسې یې په پوره ډول حقیقي دي.

شریفه: همدا اوس هم د جنسي ځورونو او فشار لاندې یم. په یوې دولتي ادارې کې کار کوم، سره له دې چې په اداره کې له هېچا سره کار نه لرم؛ خو بیا هم هره ورځ د دفتر ځېنې همکاران مې ځوروي.

څه یې چې په خوله ورځي، وایي یې، تر دې چې له یو بل سره په خبرو کې هم په لوړ غږ جنسي کیسې کوي، چې په ما یې واوري.

یو ورځ مې د فتر له یو همکاره پوښتنه وکړه، چې ولې داسې کوئ؟

په ځواب کې یې وویل، چې زما مور او خور باغزته ده او له کوره بهر نه راوځي. ستا په شان بې حیا نه دي، چې عیاشي کوي او د ځان په پلورلو پیسې ګټي.

سارا: د ادبیاتو پوهنځي د دویم کال زده کړیاله وم. ښه درسونه مې ویل او په ازموینو کې به مې ښې نومرې اخیستلې. وروسته له هغې چې د پوهنځي د یو استاد د ملګرتیا غوښتنه مې رد کړه؛ په مضمون کې یې ناکامه کړم. حیرانه شوم، له ځانه سره مې محاسبه وکړه، چې په ازموینه کې مې سوالونه په سهي ډول حل کړي وو، ولې ناکامه شوم؟

استاد ته مې زنګ ووهلو، را ته ویې ویل، چې سبا یې دفتر ته ورشم. په سبا یې ډېپارټمنت ته ورغلم او په ور ننوتلو سره یې دروازه وتړله، پر مخ یې څپېړه راکړه، ګواښ یې را ته وکړ، چې یا به مې په غېږ کې نیسې او یا به دې له پوهنتونه وباسم.

ما مې د عزت له وېرې چغه ونه کړه، سپين مې وتښتېدل. وهم وهلې وم. لاس ته مې ځور ورکړ، چې په غېږ کې یې ونیسم، ونه شوه. بلاخره مې زارۍ ورکړې، چې خیر دی، لاس مې خوشې کړه!

په ناهېلۍ سره له دفتر ولاړم. په بله ورځ خبره شوم، چې د پوهنځي استادانو د عمومي پرېکړې په اساس له پوهنتونه وېستل شوې یم. دې پست فطرته استاد بد نامه کړم.

 

ستاره: زه تر ټولو بې وزله زده کړیاله وم. د ناسم اقتصادي حالت له وجې دې ته اړه شوم، چې د زده کړو تر څنګ کار هم وکړم. د کار له وجې به کله ناکله ټولګي ته نه تللم.

د غیر حاضرۍ مسله مې تر ریاسته ورسېدله. د پوهنځي رییس دفتر ته ور وبللم، راته ویې ویل، چې ته اقتصادي ستونزه لرې، یوازې د ازموینې په ورځ پوهنځي ته راځه. دا خبره را ته عجیبه ښکاره شوه. را ته ویې ویل، چې زه دغه ښېګڼه در سره کوم او ته هم باید له ما سره معامله وکړې. ورته ومې ویل، چې څه؟ سم لاسي را ته وویل، چې د هرې ورځې د غیر حاضرۍ په بدیل کې باید له ما سره یو ځل ووسې.

ما اصلاً له یو سپین ږیري او مشر استاده داسې تمه څه، چې خیال هم نه شو کولی. په هماغه شېبه یې له دفتره را ووتلمه او بیا پوهنتون ته لاړه نه شوم. په ډېرې سختۍ مې پوهنتون ته لاره وموندله او په اسانۍ مې له لاسه ورکړ.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام