.jpg)
د کابل ښار په ختیځه ځنډه هوتخېلو کې «په ۱۰۵ مېګاواټه حرارتي دستګا کې» د ۸۶ مېګاواټه په ظرفیت ډیزلي برېښنا پرانیستل شوه.
د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب د حرارتي برېښنا پرانیست غونډې ته وویل چې په دې سره به په کابل ښار کې په ۴۸ ساعتونو کې د برېښنا پرچوي له ۹ ساعتونو ۶ ساعتونو ته راکمه شي او کرار کرا به له ۲ ساعتونو تر ۳ ساعتونو راکمه شي.
د ښاغلي غالب په وینا د برېښنا په دغه زیاتوالي سره به په کابل ښار کې له برېښنا بې برخې نږدې ۴۰ فابریکو ته هم برېښنا ورکړل شي.
د غالب په خبره د دې دستګاه لګښت لهپاره د ولسمشر په امر۳۰ میلیونه ډالر د سب سایډي په توګه ورکړل شوي دي.
.jpg)
دغه راز د برېښنا رییس زیاته کړه چې په نږدې راتلونکې کې به د شمال لوېدیځ حرارتي دستګاه هم فعاله او حرارتي برېښنا به له ۸۶ مېګاواټه ۱۴۰ مېګاواټه، ته لوړه شي.
مراسمو ته د چاپېریال ساتنې په چارو کې د ولسمشر سلاکار شاه زمان میوندي وویل، چې د حرارتي برېښنا په فعالېدو سره به د کابل هوا ککړتیا هم راکمه شي.
دا څرګندونې داسې حال کې کېږي چې د ژمي موسم په رارسېدو سره په کابل ښار کې د برېښنا پرچوي زیاته، ډېر خلک له ستونزو سره مخ دي او هوا هم زیاته ککړه شوې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې په کابل ښار کې له ۲۵ زرو ډېر جنراتورونه کار کوي او ترڅنګ یې ډېرې کورنۍ له هغو توکیو کار اخلي چې هوا ډېره ککړوي.





