افغان صادروونکي له زعفرانو سره کاغذ ګډوي

د افغانستان د ممیزو، مېوو او سبزیو د صادراتو پراختیا ادارې مسوولان وايي، سره له دې چې ځېنې صادروونکي بهرني زعفران د افغاني زعفرانو په نوم صادروي؛ خو په تازه وختونو کې ځېنې نور صادروونکي د زعفرانو په رنګ یو ډول مخصوص کاغذ له‌دې ګیاه سره ګډوي او وروسته یې نړۍوالو بازارونو ته یې وړاندې کوي.

د افغناستان د ممیزو، مېوو او سبزیو د صادراتو پراختیا ادارې مشر سیدعظیم مصطفی هاشمي وايي، د دوی فني ډلې تثبیت کړې چې د زعفرانو صادروونکي دغه کاغذ له هند هېواده واردوي او بیا یې ورسره یوځای کوي.

سره له‌دې چې د دې ادارې مشر د هېواد صادراتي محصولاتو له‌پاره د کیفیت سند لرل ارزښتناکه بولي؛ خو وايي، صادروونکي د تقلب په خاطر، زعفران د ازموینې او کیفیت سند ترلاسه کولو له‌پاره دې ادارې ته نه ور وړي.

دې سره د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، که څه هم دوی تراوسه زعفرانو سره د کاغذ یوځای کولو په تړاو راپور نه‌دی ترلاسه کړی؛ خو مني چې ځېنې کسان هڅه کوي د افغانستان د زعفرانو حاصل ورکولو پروسېس او د صادراتو بهیر ته زیان ورسوي.

افغانستان د زعفرانو درېیم ستر تولیدونکي هېواد دی چې زعفران یې دا مهال اسیايي، عربي او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

د کرنې او اوبولګونې وزارت مسوولان وايي، سره له دې چې دغه وزارت د زعفرانو د کښت په پراختیا او د کیفیت په ښه کولو کار کوي؛ د پروسېس او بسته‌بندۍ پر څرنګوالي یې هم تمرکز لري.

د یادونې وړ ده چې د بېلابېلو هېوادونو د ۳۰۰ ډولو زعفرانو له ډلې په تېرو درېیوو کلونو کې د افغانستان زعفران په بروکسل کې د خوراکي توکیو کیفیت او خوند ټاکلو نړۍوال انسټیټیوټ له لوري د نړۍ غوره زعفرانو وګڼل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام