
د سمنګان ولايت سيمهييز مسوولان وايي، درهصوف پايين ولسوالۍ کې تېره شپه طالبانو دوه ملکيان په ډزو وژلي.
د درهصوف پايين ولسوال عبداليقين احمدي سلاموطندار ته وايي، د يادې ولسوالۍ په سرچپچل سيمه کې د طالبانو له لوري د يادو کسانو د وژل کېدو علت معلوم نه دی.
د نوموړي په وينا، ياد وژل شوي کسان واده ته پر لاره وو چې په لاره کې طالبانو ووژل.
درهصوف پايين د سمنګان د نا امنو ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي چې ډېری وخت په کې طالبان خپل فعاليتونه کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.





