د هېواد په یو شمېر مدرسو او مسجدونو کې د تندروۍ تبلیغ کیږي

یو شمېر مدني فعالانو د چهار شنبې پر ورځ ( د ازادې نړیوالې ورځې ) په مناسبت غونډې ته وویل، چې تندروي او زور زیاتې د افغانانو په ټولو کارونو کې ننوتی او په یو عادي کار بدل شوی دی.

د "پي، ډي، او" بنسټ رېیسه فروزان مشعل وايي، هغه څوک چې د تندروي په ناروغۍ اخته شي هڅه کوي چې نور کسان هم په دغه ستونزه کې ښکېل کړي چې پرخبره يې، مسجدونه او دیني مدرسې ددغو تبلیغونو د دود له پاره  ډاډمن ځایونه دي.

مشعل وايي، چې بېوزلي او وزګارتیا ځوانان له حساب او سنجش پرته د تندروۍ پرلور بیايي.

خو د حج اوقاف وزیر د دفتر رېیس اشراق حیدري عرب افراط ګرايي ردوي او وايي، چې په هېواد کې ډیری مدرسې او مسجدونه د دولت تر کنټرول لاندې دي.

بلخوا د افغان ښځو له پاره د ملګرو ملتونو استازې  الیزا سیگنبایو وايي، دیني تندروي له امنیتي مسایلو زیات ګواښوونکې ده، چې یوازې ورسره د امنیتي ځواکونو مبارزه بسنه وکړي.

د سیګنبایو پر باور، که ښه حکومتوالي او غېر پلوي او سهولت راوستونکي قوانین په دولتي ادارو کې پلي شي ښايي د تندروۍ کچه راټيټه شي.

څه موده وړاندې رپوټونه خپاره شول، چې په کندوز ولایت کې ۶ زره ښځينه و ته د تندروۍ روزنه ورکول کېده او په عیجب ډول په ښار او کوڅو کې ګرځېدلې چې له ځوانانو يي غوښتلي وو له دوی سره یو ځای شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام