انګلستان‌مېشتی «نورحُسین» د افغانستان له‌پاره د لوبېدلو وړاندیز ومنلو

نورحُسین اوسمهال د انګلستان په څلورمه لیکه فوټبال سیالیو کې لوبېږي او د لوبو له‌پاره د انګلستان «کرېسټال پلیس» لوبډلې سره هم یوځای شوی‌وو.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډلې نوي ګومارل شوي روزونکي انوش دستګیر له نورحُسین سره خبرې کړي او نوموړی یې د افغانستان له‌پاره لوبېدلو ته رضا کړی‌دی.

نورحُسین د افغانستان له‌پاره د لوبېدلو وړاندیز منلی دی او ډېر ژر به د سیالیو له‌پاره له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره یوځای شي.

افغان فوټبال فدراسیون دا هم وایي، ټاکل شوې‌‌ چې افغان فوټبال ملي لوبډله د اګست په ۱۹مه نېټه د افغانستان د ازادۍ د کالیزې په ویاړ په کابل کې له فلسطینۍ فوټبال ملي لوبډلې سره سیالي وکړي؛ خو دا چې سیالۍ د (فیفا) رسمي ورځو کی نه‌ده؛ له همدی کبله به نورحُسین له کلپ سره د تړون له‌مخې په‌دې تاریخي لوبه کې ونه‌شي لوبېدلی.

د معیاري لوبغاړیو نه‌لرلو له کبله د افغانستان فوټبال ملي لوبډله اکثره وخت بهرمیشتي افغان فوټبال لوبغاړي نیسي او افغان فوټبال فدراسیون تمه لري چې په وار – وار په‌کې هېوادمیشتي افغان فوټبالرانو موجودیت زیات کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام