
ختیځ کې مېشت افغان سکان او هندوان وايي، د دوی پر مشرانو د تېر کال خونړۍ چاودنې چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه، په افغانستان کې د سکانو سږنی ویساک یا اختر یې پیکه کړی دی.
تېر کال د ننګرهار پر اهل هنودو ځانمرګي برید کې ۱۷ اهل هنود وژل شوي او اووه ټپيان شوي وو.
دغه برید پرې داسې مهال شوی و چې سکان د ولسمشر محمداشرف غني لیدو ته ور روان وو.
ننګرهار مېشتي اهل هنود او سکان وايي، د ویساک ۳۲۱ کالیزه یې د خپلو وژل شویو او ټپيانو په درناوي د درمسال په چاردېوالۍ کې محدوده ونمانځله.
جلالاباد مېشتي ګربتسېنګ او میرجېت سېنګ وايي، په تېرو اخترونو کې به یې ویساک په جموجوش کې نمانځه، مېلې به یې کولې او ټولو به پاکې جامې اغوستلې، خو سږ کال یې دا مراسم په ډېر محدود شکل ونمانځل.
دوی وايي، تېر کې به ویساک ته د ننګرهار د چارواکیو تر څنګ، ګڼ عام خلک له کابل او نورو ولایتونو ورتلل، خو سږ کال یې محدود خلک ورغوښتي وو.
سکان د ویساک مېلې لومړۍ ورځ په سرهرود، دویمه او درېیمه ورځ په مرکزي درمسال کې د بېلابېلو پروګرامونو په جوړولو سره نمانځي، خو سږ کال یې د ناوړه امنیتي شرایطو او د خپلو کسانو د وژل کېدو له امله یوه ورځ په مرکزي درمسال کې ونمانځله.
دغې محدودې غونډې ته د ننګرهار د والي شاهمحمود میاخېل په ګډون څو د ګوتو په شمېر چارواکي او عام خلک ورغلي وو.
اړوند مطالب:
د ننګرهار اهلهنود او سکان له هېواده کډه کوي

میاخېل په یادو مراسمو کې د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې د اهلهنودو او سکانو ماشومانو د زده کړو ترڅنګ به د هغوی امنیت ته ځانګړی پام وکړي.
د نورو ستونزو لرلو تر څنګ، د کورنیو جګړو پر مهال له هندوانو او سکانو د هغوی ډېرې ځمکې او کورونه غصب شوي او یا ترې په زور نیول شوي چې دوی یې تل د ترلاسه کولو غوښتنه کړې، خو لا هم حکومت نهدی توانېدلی چې د هغوی ځمکې له غاصبانو راوګرځوي.





