.jpg)
عبدالرحیم امیري جګه ونه لرونکی، توره ږیره او په موټو غښتلی د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ هغه اوسيدونکی دی، چې ۱۲ کاله وړاندې به نشه روږدی شو او د بد عمل له وجې يې د کورنۍ غړي هم ترې ناراضه شول.
عبدالرحیم په ګاونډ ایران کې د یوه افغان له لورې په نشه روږدو کسانو د درملنې ځای ته یوړل شو.
هغه وایي داسې درملنه، چې ټوله د اوبو په واسطه ترسره کیدله او له امله يې رک روغ شو، خو هوډ يې وکړ، چې په نشه روږدو کسانو له پاره به هم ورته د تداوۍ مرکز جوړوي.
امیري خپله دغه نظریه د هرات ولایت د یوه اوسیدونکي محلي قهرمان حاجي عبدالستار پهلوان سره شریکه کړه.
ستار پهلوان يې له نظر اوریدو وروسته د دغه مرکز په جوړولو کې د نظر ملګری شوی.
.jpg)
د عبدالرحیم په خبره، په هرات، فراه او دادی اوس يې په هلمند کې هم خپله د همغو ولایتونو د خلکو په مرسته په نشه روږدو کسانو له پاره داسې د تداوۍ مرکز جوړ کړی، چی په نشه روږدو سلګونو کسانو درملنه په کې کوي.
نوموړي په هلمند کې د معتادینو له پاره داسې د تداوۍ مرکز جوړ کړی، چې په نشه يي توکو روږدي خپله ورته ورځي.
د هغه د درملنې طریقه ډيره ساده ده.
عبدالرحیم یواځې او یواځې د اوبو یو داسې لوی حوض جوړ کړی، چې په کې ټول په نشه روږدي کسان د دردونو پرمهال اوبو ته ور اچوي او په همدې ډول يې درملنه پېل کيږي.
هغه وایي، چې نشه لرونکي ستنې یا ګولۍ د نشه یي توکو روږدو کسانوله پاره هیڅ ګټه نه لري.
د دغه مرکزمشر وایي، که چیرې افغان دولت ورسره په دې برخه کې مرستې وکړي، دوی به په راتلونکي یوه کال کې ټول په نشه روږدي کسان له دې ناوړې کړنې او مرض وژغوري.
امیري وايي، د مرکز د جوړیدو نه بیا تراوسه پورې هیڅ کوم تجاراو یا هم دولتي ادارې په دې برخه کې ورسره مرسته نه ده کړې.
عبدالرحیم امیري وايي، چې اوسمهال شاوخوا ۳۰۰ کسان يې تر درملنې لاندې دی.
همدارنګه په نشه يي توکي روږدي کسان وايي، چې دوی له تېرو څو کلونو راهیسې په نشه روږدي شوي او مخدره توکي په همدې ښار کې پېري.
.jpg)
د دوی په وینا، که چیرې د پیر او پلورمخه یې ونیول شي هیڅوک به په دې ولایت کې په مخدره توکو روږدی نه شي.
حاجي اغامحمد۱۲ ځلې نور هم د مخدره توکو د پریښودو مرکزونو ته تللی.
هغه وايي، په نورو مرکزونو کې خپله نشه یي توکي خرڅول کیدل، نو ځکه به خلک زیات په نشو روږدي شول.
د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقا نور کینتوز وایي، دوی له تیرو څو اونیو راهیسې په دې ولایت کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته خبر داری ورکړی، چی په ښار کې د مخدره توکو د پیر او پلورځایونه (ساقی خانې) وتړي.
هغه وایی، ټولو امنیتی حوزو هم په دې برخه کې ژمنه کړې، ترڅو د مخدره توکو د پیراو پلورمخه ونیول شي.
د نوموړي په خبره، په ټول هلمند کې ۱۸ ساقي خانې شته او تر اوسه يې دوه ساقي خانې یوازې په د یاد په دویمه حوزه کې له منځه وړي دي.
هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو شمېرل کيږي، چې د کوکنارو کرکیله په کې د نورو کلونو په پرتله زیاته شوې او له همدې امله د روږدو کسانو شمېر يې هم تر ۱۰۰ زرو پورې رسيږي، چې ۱۰ زره يې ښځې او ماشومان جوړوي.
د راپورونو پر بنسټ اوسمهال په یو کاله کې په کې درې ځلې کوکنار کرل کيږي.
د هلمند ولایت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، چې د دوی د هر وار کوکنارو مخنیوي له پاره پیسو او بودیجې ته اړتیا شته.
د یاد ریاست د چارواکو پر وینا، نړیواله ټولنه باید په دغه برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
خودابه وخت ځواب ووایی چی ترکومه افغان دولت کولاي سی دمخدره توکو د کښتونو د محوه کیدو سره سره په نشه روږدوکسانو تداوی وکړي





